غزل

بـــــيګاه دوه پـــــــرښتې وې مقررې دلته راغلې
 د استا له ښکلو سترګو نه کوترې دلته راغلې
قســــــــم جانانه ټوله ورځ مې زړه کې ګرځيدلې
 چــــــې نيمه شپه دې وکړلې وزرې دلته راغلې
په شنو سترګو يې ستا دتورو سترګوغلاکوله
 يــــو دوه د پــــرنګيو جــــادو ګرې دلته راغلې
د عــــشق له پيغمبر سره د سرو کفارو جنګ و
 بــــــــــيګاه د ملايکو څو لښکرې دلته راغلې
سلګۍ سلګۍ اســــــرې لکه افغانې مهاجرې
 داســـتا د سترګوجنګ نه مرورې دلته راغلې
پـــــــرون دې دلــــېوال د غزلونو کتاب لوستی
 خـــــــــبرې دې خوږې لکه سندرې دلته راغلې