غزل

چي يو ځلي راپورته كـــړو مورال دسپينې تــــورې
 هرچــــاته به معلوم شي لــــوړجلال دسپينې توري
 منطق او په تدبيــر كه غليم نه پريـــــږدي وطـــن
نو ملګـــروراته پاتي بس يو ســوال دسپينې تــــورې
 صليبـــــــه! تر هغــودي فلـــك غيږ كي ځــاي نشته
 خورې چـــي پلوشـــي وي پر هـــــلال دسپيــــني تورې
 دسپينـــې عقيـــــدې سپيڅلـــو زڼـــو دامــــې واواري
ځانونـــــه خبردار كــــړئ په كمــــال دسپيــــني تـورې
 قيصـــر او دكسرا زنګني توري يــــي كــــړې ماتــــي
 تاريـخ كي مو پيدا نشــــو هيڅ سيـــال دسپينې تورې
 عـــــروج دمسلمــان چــــي دذلـــت سرحـــد ته رســــي
 اي ربـــــه په ما مـــه ويــــنه زوال دسپيـــني تــــورې
 دتورو جګــــړه ماروپرګنو ژونــــد بـــه پري تنګ كــړي
 زلمي چي كلــــه ومومـــي مجــــال دسپينې تــــورې
 ترمرګه يي بــــــل ساتــــي حليم يار وايـــي ملــــګــرو! 
دژونــــــد وتورتمونو تــــــه مشال دسپينې تـــورې 
 
حمدالله حليم يار