پژواک خبری اژانس ته د مبارکۍ پیغام

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته
خبر شو چې د پژواک خبري اژانس د ۲۰۰۸ کال د رسنيو د ازادۍ نړيواله جايزه وګټله ، او دغه جايزه د امريکا د نيويارک په ښار کې د ژورنالسټانو د دفاع د کميټې له لوري ددغه اژانس مشر ځوان ژورنالسټ دانش کړوخيل ته ورکړل شوه .
زه هم يو له هغو کسانو نه يم چې د ژورناليزم لومړنۍ زده کړې مې له همدغه انستيتوت او له ځوان ژورنالسټ دانش کړوخيل څخه ترلاسه کړي ، او ماته هم د افتخار ځای دی چې زما د زده کړې سرچينه د ژورناليزم نړيواله جايزه خپلوي .
زه او زما د روهي ويب پاڼې همکاران د پژواک خبري اژانس ټول کاري ټيم ته ددغه بریاليتوب له امله نېکی هيلې او مبارکي وړاندې کوي ، او له لوی څښتن تعالی څخه دپژواک ټول ټيم ته د هيواد د چوپړ غوښتنه کوي .
همداسې سر لوړی او بريالی اووسی
ميرويس عمرخيل
د روهي ويب پاڼې ادارې په استازيتوب
کابل افغانستان