
دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه
له تاسو درنوهیوادوالو څخه په درناوي هیله کوي ، چې له موږ سره د
پاچاخان ،دامن او عدم تشدد ستر مبارز
نړیوال سیمینار کې ګډون وکړﺉ او په خپل راتګ سره دغه غونډه لا درنه کړﺉ.
په درنښت
د ټولنې د مشرتابه جرګه
دغونډې پروګرام :
غونډي ته راتګ 16:00 بجې د سيمينار پيل 17:00 بجې
پرانستونکې وینا
1 ــ علمي غونډه :
الف ، مقالو برخه :دمقالو برخه کې دغه پوهان مقالې او ویناوې اوروي :
ــ ښاغلی سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار
ــ ښاغلی پروفیسور رحمت ربي زیرکیار
ــ اوځینې نوري مقالې
(البته د یادولو وړ ده چې ، ډیرونورو دوستانو هم سیمینار ته خپلې مقالې رالیږلي دی، چې د وخت د کمښت له کبله به په سیمینار کې ترې صرف نظروشي او وروسته به دغه مقالې، د سیمینار د مقالو په ټولګه کې چاپ شي ).
ب ، پوښتنې او وړاندیزونه:
درنو هیوادوالو!
ــ د ستاسو په اند څنګه کیدای شي، چې په هیواد او سیمه کې، جګړه ختمه او سوله رامینځ ته شی؟ ــ او همدا رازستاسو په اند ځنګه کیدای شي ، چې په جګړې ځپلو سیموکې اقتصادي پاتې والی او د ښوونې او روزنې نشتوالی، چې د جګړي بنسټیز عوامل ګڼل کیږي، له مینځه یوړل شي؟
دوستان کولای شي، چې د 5 دقیقو په حدودو کې خپل وړاندیزونه یا پوښتني مطرح کړي،که ددې حدودو څخه اوږدیږي بیا لطف وکړﺉ په لیکاني توګه یې موږ ته راوسپارﺉ، چې د سیمینارد مقالوپه ټولګه کې یې چاپ کړو.
ضروري یادونه : په خواشینې سره باید درونو دوستانو ته عرض کړو چې، په هیواد او منطقی کې دسیاسي کړکیچ له امله، زموږ ځیني میلمانه نشي کولای په سیمینار کې ګډون وکړي .
21:00 بجې دمه ، (خوراک او څښاک )
2 ــ جشني برخه
ټنګ ټکور او ملي اتڼونه
ــ انجینیر لطیف راهي
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په دې ویاړلي مناسبت دغه نوي ( 6 ) ټوکه کتابونه د چاپ
پر ګاڼه سمبال کړل او خپل ( 106 م ) نومره کتاب یې هم خپلو هیوادوالو ته وړاندې کړ:
1ــ د باچا خان لیکونه
2 ــ باچا خان په افغانستان کې
3 ــ زما ژوند ، جد او جهد
4 ــ د کمیا قاموس
5 ــ جینیتیک
6 ــ افغانستان او باچا خان
وخت : 28.11.2008 د جمعې ورځ ، مازدیګر 16:00 بجې
پتـه :
Event Palast
Max – Planck – Str. 9 a
50354 Hürth bei Köln
Tel.: 02233 – 71 79 90 یا
22233 – 71 79 80
Mobil: 0173 – 24 35 35 0
www.eventpalast.com
kulturytolana@hotmail.com
ضروري یادونه : درنو هیوادوالو او په سیمینار کې ښاغلو ګډون کونکو !
د ټولنې د کارونو د ښه سمبالښت په موخې ، له تاسو څخه په درنښت هیله کیږی ،چې خپل دایمیل ادرسونه ، زموږد ټولنې د ایمیل په پته راولیږﺉ او یا دا چې د سیمینار په ورځ د ټولنې مسوول کسانو ته وسپارﺉ .
kulturytolana@hotmail.com
ډیره مننه
د ټولنې د مشرتابه جرګه