
بي بي سي په عراقي زندانونو کې په گڼ شمېر پر زندانيانو ساتلو ثبوتونه په ډاگه کړي، چې د بغداد په الرصافه زندان کې پر يوۀ چپرکټ څلورپنځه بنديان ويدېږي .
د بي بي سي خبريال اندرو نارټ، چې د بغداد د 'الرصافه' زندان ته ورغلى، د خپلوسترگو ليدلى حال داسې بيانوي :
د رصافه زندان ته له رسېدو سره سم مو پر هغې نسبتآ تياره اوسپنيزې غرفې سترگې ولگېدې، چې ترڅنگ يې نورې ورته ډېرې غرفې هم وې، د زندانيانو پلاستيکي بکسونه، کالي او داسې نور د اړتيا وړ توکې يې پر ديوالونو را ځوړند وو .
يوۀ بل غرفه، چې تر لومړۍ هغې يو څه پراخه ښکارېده، په هره يوۀ لوېشت کې يو بندي ترسترگو کېده، پر هر چپرکټ څلور او پنځه بنديان پراته وو، او ان ځينو خو يې پر ځمکه کمپلې غوړولې وې .
دا په ٢٠٠٣ کال پر عراق د امريکا له خوا له بريد وروسته لومړى ځل دى، چې عراقي زندانونو ته د رسنيو ورته ته اجازه ورکړل شوې ده، په لومړي سر کې زندانيان د بهرنيو ژورنالېستانو له ورته هک پک ښکارېدل، او لومړۍ خبره مو د دوى له خولې دا واورېده، چې '' دلته هر څه سم دي. ''
خو شېبه وروسته يوۀ زنداني، چې اوږده چپنه يې اغوستې وه، له يوې غرفې را ټوپ وهل او وويل چې : '' ايا ته نه اورې، دلته وضعيت ډېر خراپ دى، ځينې زندانيان د حمامونو ترڅنگ ويدېږي، ځينې نور بيا پر خپلو پښو ترهغه ناست وي، چې د نورو ملگرو خوب يې پوره شي.''
يو بل زنداني، د چپرکټ پر سر ناست و وويل: '' داسې انگېرم، چې زۀ دلته نور ژوندى نه يم، محکمې زما د خوشي کولو پرېکړه کړې، خو د دويم ځل لپاره بېرته ونيول شوم. له ضرورت پرته له غرفو بهر راته د وتلو اجازه نه راکول کېږي . د ورزش لپاره مناسب ځاى نه لرو .''
څو متره ليرې له يوې غرفې سره جوخته يوه زړه پرده معلومېده، چې ترشا يې د شاوخوا ١٠٠ زندانيانو لپاره د ځان مينځلو ځاى و، يوۀ زنداني وويل: '' موږ بايد د دې پرې تر شا ولامبو، په هرو درو ورځو کې يو ځل وار رارسېږي. ''
له حمام بهر هم زړې کمپلې ښکارېدې، چې د زندانيانو په وينا هلته هم ځينې بنديان ويدېږي.
د نومبر سړه هوا
د نومبر مياشتې په سړه ورځ د رصافې زندان ته ورغلو، خو د زندان د ننه هوا گرمه او کرکجنه وه، او دا سوچ راسره پيدا شو، چې دلته به د عراق په هغه گرم دوبي کې هوا څه ډول وي، د تودوخې درجه ان تر ٥٠ درجو رسېږي؟
د عراق د کورنيو چارو وزرات د ځينو چارواکو په ملتيا زندان ته ورسېدو، د ځينو زندانيانو هغه ادعاوې مو واورېدې، چې ويل يې وهل کېږو، ټکول کېږو، ناوړه چلند راسره کېږي .
موږ ډېر لېواله وو ، چې له بنديانو ډېر څه واورو، د کورنيو چارو وزارت يوۀ لوړپوړي چارواکي راته وويل چې د زندان د ننه حالت وگورو، د ننه شوو، څوک مو مخې ته ونه درېدل، او له زندانيانو سره مو د زړه خواله وکړل .
ځينو راته وويل چې دوى سخت وهل شوي، ناسم کړه ورسره شوي، ډېرى بنديانو ويل چې د زنداني کېدو په لومړيو ورځو تر وروستيو هغو ډېر بد چلند ورسره شوى .
په دغو زندانيانو کې، چې د عراقي پوليسو او پوځ له خوا نيول شوي ول، پر يو شمېر د وسله والو ياغيانو گمان کېده، خو ځينو ته يې لکه د غلا په څېر جرمونو د تور گوته نيول کېده .
خو د عراق د سست قضايي نظام له امله، هر زنداني څو څو مياشتې بند تېر کړى، او د دوسيو څېړنه يې ټکنۍ ده .
د تېرو کلونو په اوږدو کې په امنيتي عملياتو کې د زرگونه شکمنو کسانو تر نيولو وروسته د ډېرى زندانيانو دوسيې د ډېر وخت لپاره محکمو ته نه دي رسېدلې .
د عراق د کورينو چارو وزارت د عملياتو يو جنرال عبدالکريم الخلف د امني چې دوى هم په عراقي زندانونو کې د زياتو زندانيانو د شتون له ستونزې سره مخامخ دي، خو په وينا يې د بنديانو ډېروالى د دوى په دوسيو کې د چټکې څېړنې د مخنيوي لامل کېږي .
الخلف وايي چې لا هم ځينې بنديان وهل کېږي، شکنجه کېږي، خو زياتوي چې د زندانيانو د وهلو فرهنگ مخ په کمېدو دى .
د الرصافه زندان يو لوړ پوړى چارواکي، چې د نامۀ له اخيستلو ډډه کوي، وايي چې :''په عراق کې دا يو استثنائي حالت دى، چې بنديان په کې شپې او ورځې تېروي، خو داسې هم نه ده، چې ويل کېږي، د زندانيانو حالت ( غير انساني دى) .''
دغه چارواکى زياتوي:'' که چېرې دې د صدام حسين د واکمنۍ پرمهال زندانونه ليدلي واى، نو ويلي به دې واى چې د زندانيانو حالت غير انساني دى. ''
د هغو رپوټونو له مخې، چې د عراق د زندانونو په اړه مو را غونډ کړل، دا څرگنده شوه، چې له عراقي بنديانو سره دومره بد چلند نه کېږي، لکه څومره چې د صدام حسين د واکمنۍ پرمهال ورسره کېده، خو زندانيان وايي چې د زندانيانو بدوضعيت چندانې نه دى ښه شوى .
ښايي دغه هغه مهال لا نور هم بد شي، چې له عراقه د امريکا او برتانيا پوځيان ووزي .