د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه



چې رایې ولي زړونو ته د (م) ټکی پښتون ته
  یو داسې څوکسان د زړګي سر په توله اخلم
د مېرمن کلتوري - ټولنیز بهیرپنځه ویشتمه  اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷لمریزکال د لېندۍ په دریمه نېټه داستقلال لېسې په کوچني تالارکې د اغلې توبا ندا په ویاندي پیل شوه . په دغه غونډه کې ګڼ شمېر خویندو ګډون کړی وو . د مېرمن بهير د غونډې مشرمېلمه ښاغلی ګل آغا احمدي وردک وو، چې د غونډې د ویاندې له خوا هغه ته ښه راغلاست وویل شول .
د غونډې په پیل کې  ښاغلي علم ګل سحر د لیکوالي او پښتو یاګانو په اړه یو مهم پرزنتیشن وړاندې كړ
ورپسې دتیرې اوونۍ رپوټ د اغلې خاطرې اسحاقزى له خوا ولوستل شو ، چې  د غونډې د ګډونكونكو لخوا پرې خبري هم وشوې . اغلې توبا ساپی وویل چې ډېر ښه لنډاو مفهوم لرونكى رپوټ لیکل شوى وو ، چې د غونډې د ټولو ګډونکوونکو له خوا هم تایید شو . ښاغلې ډاكټر خوشحال روهې وویل چې د بهیر رپورټ سربېره پر دې چې په سایټ کې خپريږي د ایمېل له طریقه باید ټولو خویندو ته هم په برېښناليك كې ولېږل شي .
د غونډې ګډونوالو د بهیر پر کاري مسایلوهم  خبرې وكړې . ښاغلي روهي وويل چی په ګردېز کې یي دیو شمېر ښځو سره د مېرمن بهیر د څانګې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي،چې په پام كې ده د مېرمن بهیر څانګه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې په هغه ځاى كې پرانیستل شي . نوموړي زياته كړه چې په هرات کې هم د مېرمن بهیر د څانګې د پرانیستلو چارې بشپړې شوي چې د ځای د نه لرلوله امله یي دپرانيستلو لړى ځنډېدلې ده.
ورپسې د مېرمن بهیرپر  ویب سایت خبرې وشوې . ګډونكوونكو وویل چې د سايټ ډېرې برخې اوس هم تشې پاتې دې .
د غونډې مېلمه ګل اغااحمدي وردګ وویل هغسې چې د مېرمن بهیر غونډې په منظم ډول تر سره کیږي نو وېب سایت هم اړینه خبره ده .  ښاغلي احمدي زياته كړه که زمونږ خویندې نېټ یا کمپیوټر ته لاس رسی نلري نو مونږ کولای شو چې مواد یي ورته کمپیوټرایز کړو او بهیر ته یی ولېږو .
په همدې توګه د خبرو لړی مو داړيكواو مالي كميټوخوا ته وغځوله . د اړيكو د كمېټې په هكله سحر صيب او روهی صيب وويل ، چې كه د اړیکو د کميټې شمېره ډېره شي شي ، نو له ډېرو خويندوسره به په ارتباط كې واوسي . پرېكړه پردې وشوه ، چې اغلې توباساپی،زرغونه رحمتي،او خاطره اسحاقزۍ د اړیکو کمیټې ته ورزیاتې شي . د غونډې ګډونوالو وویل ، چی د اړیکو د کمیټې ترڅنګ مونږ باید یوه پیاوړې مالي کمېټه هم ولرو ترڅو بهیر په ځان ويسا كړى شو .
ښاغلي روهی وویل وروسته له دې چې مېرمن بهیر پرانیستل شو ،نو ځینو خویندو او وروڼو داسې فکر کولو چې میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر به یو سیاسی ګام وي، خو اوس دوی ته دا څرګنده شوه ،چې داسې نه ده ،او مېرمن بهیر یو غیر سیاسي ټولنه ده او په هېڅ ډلې پورې تړاو نلري چې يوازينى موخه يي د ښځو د استعدادونو روزل دي.
دغونډې دریمه برخه د مشاعرې برخې ته ځانګړې شوې وه چې د غونډې د ګډونکونکو له خوا شعرونه ولوستل شول اغلې توبا ندا، مینا مسعودي، زرغونې رحمتي ،خاطرې اسحق زۍ،او نورو خویندو شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې دغه راز ښاغلي احمدي دوه ښکلي شعرونه میرمن بهیر ته ډالۍ کړل .
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرپه دغه غونډه کې پکتیا ولایت له یوه لیرې پراته کلي څخه یوې شاعرې پیغلې دتیلفون له لارې په مشاعره کې ګډون وکړ لومړی یې دا بیت میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړو ته ډالۍ کړ:
 چې رایې ولي زړونو ته د (م) ټکی پښتون ته
                    یو داسې څوکسان د زړګي سر په توله اخلم
ور پسې یې ښکلی حماسي نظم ولوست چې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد غړو له تاوده هرکلي سره مخ شو
د غونډې په وروستى برخه كې سحر صيب  د غونډې په ټولو ګډونکونکو د ښاغلې ګل اغا احمدی کتاب اود استاد اسدالله غضنفر د یو تیر اورایرې  د لنډوکیسو ټولګه  د غونډې په ګډونکوونکو ووېشل .  په غونډه کې وپتییل شوه چې د راتلونکې غونډې مشره به آغلې فرشته امرخیل او منشي به یې آغلې مینا مسعودي وي دغه راز په راتلونکې غونډه کې به د ندا او سلما قاضي زاده په شعر کره کتنه کیږي د تل په شان غونډه د مازدیګر په څلوروبجو پای ته ورسیده .