
زما د سوي زړه دوا یې ته، اې وریت پښتونه
چه متهم په کوم سزا یې ته ، اې وریت پښتونه
حال مو د زړونو وه هر چا ته د ویلو نه دی
په زړه زخمي لکه هما يې ته، اې وریت پښتونه
د دوست جامه کې درته هر چا خپل زخمونه درکړ
سینه فراخ په زغم تنها یې ته، اې وریت پښتونه
بنسټ تا کیښود د دۍ خاورې د افغان په نامه
پادشاه بې تاجه احمد شاه یی ته، اې وریت پښتونه
له خدایه غواړم دښمنان دې تل سر ځوړي اوسه
سر لوړي پاتې په دنیا يې ته، اې وریت پښتونه
(احمد خرم وردګ)