غزل

ورک شوم ستا ضمير نه پاتې شوی يم
ديـــــد يــــــــمه تصوير نه پاتې شوی يم
ويــــې ليدم ،هــــــير يې کړمه ختم شوم
خـــــوب يــــــــمه تعبير نه پاتې شوی يم
تـــــــه لکـــــــه وږمه پــــــه هـــــوا والوتې
رنـــــــګ غوندې بهير نه پاتې شوی يم
ﻻرې رانــــــــــه مـــــــــخ په بــــلــــه واړوي
زه جـــــــــوړد تــــــقدير نه پاتې شوی يم
اوښــــــــکو مــــــې تاويز د نظر ووينځه
نـــــــور نـــــــــو د تـاثير نه پاتې شوی يم
وخت لکه چنګيز او زه د سولې خوب
ځــــــــکه يــــــې تــدبير نه پاتې شوی يم