
ښه مې په يا دي چې كله په هيواد كې د پارلمان لپاره د ټول ټاكنووخت رانږدې شو د نور ولاياتونو په ډول په خوست كې هم د پوسټرونو په لګولو پيل وشوپه اوونۍ كې دساده پوسټرونو بڼه په رنګه واوښته.
كانديدانو په پسټرونو كې له اولس سره داسې ژمنې كړي وي، چې د يوه هيواد ولس مشر به يې هم له چا سره ونه كړي.
په هغو ورځو كې زما يوه ملګري يوه داسې سروې اخيستي وه چې د كانديدانو هغه خبرې به يې ثبتولې چې په خوست كې يې دشته راډيوګانو كولې. هره ورځ د راډيوګانو بازار د كانديدانو په غوړو ژمنو او احساستي ويناو ګرم وو. كانديدانو د خلكو په سترګو كې موټى،موټى خاورې ورشيندلې. يو تن كانديد چې په زرګونو رنګه عكسونه يې د ښاردجوماتونو، درملتونو، روغتونونوديوالونو، دوكانونواو د ګڼې ګوڼې په ډيرو ځايونو كې لګولې وو، دراډيو له لارې يې له ولس سره داسې ژمنې وكړې زه يو پاك نفسه او مسلمان سړى يم ماته رايه راكړى كه تاسو ماته رايه راكړه نو زه به په كم وخت كې خوست ته بريښنا راولم، د خوست ټول سړكونه به پاخه كړم، د خوست او ګرديز لار به په عصري ډول جوړه او پاخه كړم، د غلام خان بندر به رسمي كړم بله دا چې د نورو ډيرو لويو او واړو كارو ترڅنګ به يو لوى كار دا وكړم چې له خوست څخه به حلقوي سړك تاو كړم او دا سړك به د متون له خونې خوړه څخه پيل د اڅړو، ورځې، ځنيخېلو، دوه منده، لغوړى، سيګۍ، ګربز او شمل سيمې سره وتړي نورو يو شمير كانديدان خو په خوب كې په پوهنتونونو كې داخل او د څو شپوپه خوبونو كې په ځانګړي رشتو كې تخصص هم وكړم د ولس خطا كول لپاره يې د ډيرو شيانو كارپوهان وليكل، سره د دې چې دغو خلكو يوازې د عام ولس د غولولو پوهنتونونه لوستي وو.
بله داچې داسې خلكو ځانونه كانديد كړي وو چې د ټولټاكنود رايو د شميرنې پروخت ترلسو شلو پورې رايې وړې وې.
دا چې نن سبا هره كورنۍ له ديرشو زيات غړي لري نو معلوميږي چې د ښاغلي كانديد په خپله كورنۍ هم پوره حاكميت نه درلود يانې د خپلې كورنۍ زړونه او رايې نه وې خپلې كړي.
په هرډول داسې څوك پاتې نه شول چې په كلي كې يې ترنورو ځان لوړ بللواو بيا يې ځان نه وي كانديد كړى خو ښه دا شوه چې د رايو له شميرنې وروسته ځانونه او په ټولنه كې خپل محبوبيت وپيژندو. خبره بلې خوا ته نه بيايم د ټولټاكنو د رايو شمير وشو وكيلان معلوم شول پارلمان په كار پيل وكړ.
ولس دې ته سترګې غړولې چې كله به له دوى سره د وكيلانو له خوا هغه كړې ژمنې پوره شي چې د رايو غوښتنې په وخت كې ورسره كړې وې.
لنډه دا چې وكيلانو يو كال د ځانونو په سمبالولواو له يوه بل سره په پيژندګلوى، تېر شو د بل كال شپږ مياشتې بيا د ګوندونو او ډلو په جوړولو تېرې شوې.
موږ پدې ډيرې خبرې نه كوو چې په پارلمان كې څه كيږي او څه وشول يوازې دومره وايو چې د پارلمان لپاره په راتلونكې كې بيا ټولټاكنې كيږي خو سوال دا دى چې اوس به په خوست كې څوك ځانونه كانديده وي؟ كه كانديد شي نو له خلكو سره به د كومو كارونو د سرته رسولو غوړې ژمنې كوي؟
ځكه اوسني پارلمان په هيواد كې هيڅ داسې د پام وړ ستونزه پرې نه ښوده چې چاته د محسوسه شي، د ګوندونو جوړول، د پښتون، تاجك ... او نور تبعيضونه يې ورك كړل ځانونوته يې ډيرې كمې تنخواې وټاكلې خو غريب ولس او خوار مامور يې په نظر كې ونيول او د هغوى ستونزې يې په غور سره واوريدې او بيايې له هغوى لپاره د حل لارې چارې وسنجولوې او اوس خو داسې څه نه شته چې نوي كانديدان به يې له ولس سره د رايې اخيستو په بدل كې ژمنه وكړي.