
ددمشق خلک د طاعون په ناروغي اخته شول (ولید بن عبد الملک) غوښتل له دمشق څخه وتښتي
یو دوست يې هغه ته وویل: ولې تښتې! تاد خدای(ج) دا خبره هیره کړې ده چې فرمایي:
: قُل لَن یَنفعکُم الفِرار اِن فَرَرتُم مِن الموت اَو القَتلِ ، و اذاً لا تَمتَعون اِلا قلیلاً
« ووایه د مړینې یا وژل کیدو څخه تښتئ تاسو ته به ګټه و نه کړی مګر لږه »
ولید وویل: زه مازی هغه لږ ه ګټه غواړم نه بل شی!!!!
***
یو فقیر ،امیر ته راغی او هغه ته يې وویل:
ددې ايت په اساس ( انما المومنین اخوه) چې مؤمینان سره ورونه دي زه ستا په مال کې ونډه لرم ځکه ستا ورور یم
امیر هغه ته یو دینار ورکړ
فقیر په غوسه وویل: دا ډیر لږ دي!
امیر ځواب ورکړ : اې فقیره ته یوازې زما ورور نه یې بلکې ټول مؤمینان زماورونه دي که زما مال پر هغووویشې تا ته ددې ډیر نه رسیږي.
***
یو سړي له یوبخیل څخه وپوښتل ::ولې فقیرانو ته ډوډۍ نه ورکوې؟
هغه يې په ځواب کې دا ایه وویل: انطعم من لو یشاءالله أطعمه
«که خدای غوښتي وای خپله به یې ماړه کړي وای»
زه ولې دا هټي (فضولي) وکړم!
***
مولانا ذکرالدین له یوچپک څخه وپوښتل: دا رښتیا ده چې یو دوه وینې؟
هغه ځواب ورکړ : هو، لکه تا چې څلور پښې (چهار پایه ) وینم
***
کله چې بهول دانا په بغداد کې وو له هغه څخه یې و پوښتل :
دبصرې لیونیان وشمیره !
هغه ځواب ورکړ: لیونیان ډير دي که عاقلان غواړی هغه لږ دي
***
یو شاعر جامي ته یو غزل ووایه او ویل يې غواړم دا غزل د ښار پر لویه لاره ځوړند شي، چې مشهور شي
جامی ځواب ورکړ: خلک څه پوهیږي چې دا ستا شعر دی مګر تا هم د هغه سره وځړوو.
***
یو ناروغ ماشوم يې طبیب ته راوړ :
طبیب وویل: ژر د غسل شیان ر اوړې، چې هغه ته غسل ورکړم
پلار يې هغه ته وویل: هغه تر اوسه نه دی مړ شوی
طبیب ځواب ورکړ : باک نشته چې زه فارغیږم هغه به مړ شي
***
امیر تیمور گوگانی چې د شیراز حاکم وو پر خلکو يې مالیات وضع کړه
یو ورځ حافظ هغه ته ورغی او هغه ته يې و ویل : زه څه نه لرم چې مالیات درکړم.
هغه ورته وویل: چې څه نه لرې نو ددې شعر د ویلو څخه پښیمانه نه يې؟
اگر آن ترک شیرازی به دست آرد دل ما را
به خال هندیش بخشم سمرقند وبخارا را
حافظ ځواب ورکړ :
همدا بې ځایه بخښنګ او ورکړې نېستمن او لپوس( مفلسه )کړم
امر دهغه له ځواب وخندل او هغه یې وبښئ .
***
فتحلی شاه د دو میرمنو «جهان »او« حیات» تر منځ ناست وو:
یو شاعر داسې شعر ووایه:
نشسته ام به میان دو دلبرو دو دلم
که را به مهر ببندم در این میان خجلم
«ددودلبر و تر منځ په دوو زړوناست یم اریان یم د کومی یوې سره واده وکړم»
(جهان) وویل:
تو پادشاه جهانی جهان تو را باید
«ته د جهان پاچا یې باید جهان وغواړې»
( حیات )وویل :
اگر حیات نباشد جهان چه کار آید
«چې حیات ( ژوند) نه وی جهان څه په کار دی »
په دې وخت کې یو بله ښځه چې « بقا» نومیده وویل:
حیات و جهان هر دوشان بی وفاست
بقا را طلب کن که آخر بقاست .
« حیات او جهان دواړه بې وفا دی بقا وغواړه چې اخر بقا ده»
***
اخځلیکونه
Noor.blogsky.com-1
Forum.jameatulquran.com-2
Lovelorn2000.blogfa.com-3
Afghanasamai.com-4