
د امن جرګې په اړه چې كومې كتنې شوې په هغو كې داسې كاواكيو، كمزوريو ان چې درغليو ته ګوته نيول شوي چې نه يواځې ددغه ټولمنلې ملي موسسې ارزښتونه ګواښلي شي، بلكې د ولسي رغښت، ځواك، كاڼى او نرخ په اړه ډاډا او باور هم زيانولى شي.
لكه چې ګورو كاواكيو، كمزوريو او درغليو له هماغه پيله د جرګې رغښت، سكښټ، تركيب او روح ځپلي او جرګه يې له ولسي ټغر د سياسي لوبو په ننداره اړولې ده.
جرګه خپل ټاكلى تعريف او پيژنتابه لري، جرګه د ربړې د دواړه غاړو له خوا په توی وړي واک او د مركچيانو او جرګه مارو له شتون پيليږي، كله كله د غونډو په جريان كې د دواړو غاړو، د دريځونو له اوريدو، يواځې مركچيان او جرګه مار په خپلو كې نرخ كاڼى او كودونه ارزوي او د پريكړې اغيز او نفوذ ته مخه پرانيزي.
د سيمنارو، سپموزيمو وركشاپو او سياسي غونډو له ارزښت څوك سترګې نشي پټولې خو جرګې يې نشي پيژندلي.
جرګه خپل چاپيريال غواړي_د مركچيانو شمېر او په يو شمېر يې د دواړو غاړو خوښه اړينه ګڼلاې شي_جرګه ښايي له دواړو غاړو دپريكړو بشپړ واك ولري او له پريكړو د سرغړاوي له امله داسې واك او صلاحيت ورسره وي چې سرغړونكى اړخ پرې تنبه كړاې شي_په دوديزه جرګو كې مركچيان ددغه صلاحيت لپاره وراد مخه له دواړو غاړو د ملچغې په نامه درانه مالي ضمانتونه اخلي چې له هماغه پيله يې له پريكړو د سرغړاويو مخه ډب كړي وي.
په دغه جرګه كې د مخالفت، د ښمنى او ربړې اصلى اړخ او د مخالفت لاملونه له سره څرګند نه و، د بلې غاړې تمثيل د كابل حكومت _كه له كرښې اخوا د قبايلي ميلمنو ا وپاكستاني چارواكو د چا پر غاړه؟
جرګه مار او مركچيان څوك ول؟
څرګنده د ه چې د مخالف اړخ په نشتوالي کې د هغوې د دريځ د څرګندتيا مخه نشواې ليدل کيداې، چې څرنګه يې د دغسې بدى، دښمنى او مخالفت لار خپله كړي، څرنګه له دغسې بدى، دښمنى او مخالفت راګرځيداې شي، جرګه مار ا ومركچيان يې دغه غوښتنې څه وړ ګڼي؟ بله غاړه يې څومره منلو ته چمتو كولاې شي.
په جرګه او د جرګې د غړو په غواروي كې د افغانستان، پاكستان د حكومتونو واك، ځواك، خوښه ناخوښه واكمن و، په جرګه كې پاكستاني حكومت د شخړې او ربړې د اوراي په پرتله د خپلو سياسي موخو او اجنډاوو تحقق پاموړ باله، له جرګې سره د پاكستاني حكومت تړاو په ملي مساله كې د ځان په ګټه د نويو فكتورونو په لټولو كې رالنډيداې شواې چې له پولې اخوا قبايل د خپلې واكمنى برخه وپېژني.
خبره د جرګې د ملى ارزښت او كولتوري اډانې په اړه ده_ پر جرګه د هغو عناصرو، ډلو، ذهنیتو او ايډيالوژيو لاسبرى څرګند و چې په بنسټ كې يې نه ددغسې ملى ارزښتو د پالنې وړتيا لرله اونه هم د ولسي مزاج، ذهنيت او اخلاقو د خپلولو استعداد.
د جرګې مشرتابه معمولاً خوله ورو شخصيتونو پر غاړه وړي_ په داسې حال كې چې دښاغلى سيداحمد ګيلانى ژبه دومره ګنګړو ده چې په ګرانه يې په مطلب د اوريدونكى سر خلاصيداې شي، د جرګې ژبه، لهجه او انداز څرګندوي، په جرګه كې هر څوك د خبرو حق لري، خو دانه د كافروشي او شوربازار خبرې دي، نه دسياست او سياسي جوړجاړيو ناندرۍ. په دغو خبرو كې صداقت وي، هغسې اوراى لټوي چې دواړه لوري يې ګټونکي و پيژنداې شي، د جرګې چاپيريال بايلونكى نه لري، هلته د دواړو غاړو د حقوقو او حثيت خيال ساتلی شي.
دا د جرګې معجزه ده چې دواړه غاړې پكې ګټونكې راوتي شي. ځكه خو دا څه معمولي پازه نشي بلل كيداې، دا جوهر په هماغو ولسي مركچيانو كې ځليداې شي چې د نرخ، كاڼى او ولسي كودونو قانون يې په سينه كې خوندي وي.
د جرګې مشري ښايې له قومي مخورو سره واې هغوې چې د احمدزيو، ځدراڼو، مسيودو، وزيرو دوړو په نرخ، كاڼى او قومي كودونو پوه او دقومي ربړو د اواري او جرګو، مركو تجربه او زغم لرلاې شواي.
په افغان پلاوې كې چې د پاكستانى حكومتي لوري سره د خبرو لپاره هورې تللى و د پخوانى قاضي القضات په څير شيخ فاني هم وو چې پلاوې اړو، په پوړيو كې يې تر لاس ونيسي او په هر لسو پنځلسو دقيقو كې د قضاي حاجت لپاره په تلوار تلو بنډار له اختلال سر مخامخ كا.
له همدې ځانه ښاغلى شيرپاو اړ شو مطبوعاتو ته ووايي چې كابل داسې بوډاګان د خبرو لپاره ورليږلي و چې خپل اودس يې ټينګ نشواې ساتلي، جرګه، مركه، روغه جوړه به يې څرنكه راوستې واې؟
زمولوونكى دا چې ښاغلى كرزى ددغې جرګې په مشرتابه كې د داسې چا ونډه كره كړه چې د سياسي پوځي ژوند هر شېبه يې له دغسې ملى ارزښتونو سره په ټكر او مخالفت كې تېره شوي.
ډاكتر عبدالله به وكړاې شي، د يوه مركچي، لهجه، وينا، كركټر او دجرګو آداب او اخلاق خپل كړاې شي؟
نوموړى پر جرګو مركو، روغه جوړه باور لرلي شي؟
له قومونو، ولسونو او پرګنو سره په يوه ټغر د ناستې ماضي يې څومره روښانه ليداې شو؟
له ټولو زيات لړزوونكى اړخ دا چې په جرګه كې د نوموړى دغسې رول پاكستانى اړخ د حساسيت، بدګومانۍ، بې توپيرى او په ټوله كې پارېدنې خوا ته رابولي؟
پاكستان د شمال ټلوالې په اړه وار دمخه حساسيتونه او كتنې لرلې، څنګه كيداې شي په جرګه كې د ټلوالې ددغسې يوه مخكښ په دومره چاغه ونډه انديښنه ونشي ښوداې.
زه دا نه وايم چې دغه حساسيتونه او پاريدنې په ځاى دي خو له هندوستان سره د ټلوالې په راشه درشه او اړيكو پاكستان دغسې خونديتوبونه خپل حق ګڼي.
دغسې له پولې اخوا قبايلي سيمې چې عملاً د طالبانو د واك او نفوذ ساحه پيژندلې شي دغه پرمختياپه تبليغاتي كچه د جرګې، سولې او جرګه خوښو اړخونو په ضد او مخالفت کې کارولی شي، هغه داچې د امن كومه جرګه چې جنګسالاران ا وشمال ټلوالې مخكښان يې تمثيل كوي څنګه كيداې شي د ربړې اوارى او بل اړخ ډاډ رامنځ ته كړي؟
له دې څرګنديږي چې ولسمشر په جرګه هغسې اعتقاد چې اړين دى ونشواې ښوداې، ده خپله جرګې ته په ټېټه وكتل، بې ارزښته يې وښوده او دناكامى لاملونه يې پرې وتپل، منلي ارزښتونه او سپيڅلي شعارونه ددغسې روشونو او دريځونو له مخې مسخره كيږي - ټولنې ولسونه خپل ملي ډاډ او تكيه له لاسه وركوي.
لكه دمخه مو چې وويل هر ټولنيز عمل خپل چاپيريال غواړي، كله چې دانې كرې پسته ځكمه به ورته چمتو كوې، په وچ كراړ ډاګ كه هر څو غوره او اصلاح شوى تخم وكرې نشي زرغونيدای.
د جرګې چاپيريال ښايی د جرګې اهدافو او پريكړو لپاره دغسې وړتيا ولرلى شي.
په جرګه كې د سولې او روغې پر ټغر څوك د جنګ دانې نه ټولوي، جرګه د زغم، حوصلې او درايت په مټ ترسره كيږي.
صبغت الله مجددي په دغه جرګه كې د مخالفت او دښمنۍ هغسې دريځ وښود چې پاكستاني اړخ په ده پسې د جمعې لمانځه له اقتداوګرځيد، منځلارې صبغت الله دومره اورنى شو چې امامت يې هم دزغم وړ نشواې ګڼلاې، خوسخت دريځه سياف داسې نرم وخوت چې په لمانځه كې ټول پسې ودريدل.
او بيا همدغه مجددي څه موده وروسته پاكستان ته ولاړ، هغه هيواد ته چې د امن په جرګه كې يې دومره لاسوهنې رابرسيره كړې چې ټولې جګړې او مرګونه يې د هغه په ښكر او لكۍ پورې وتړل خو دايران په ګډون ټولو ګاونډيانو او نړيوالو ته برائت وركړ.
دا وينا چې جرګې د دوو هيوادو ترمنځ دناستې لار پرانيسته په دوو هيوادو كې د دوو وروڼو دتپلى ويش پر زخمونو مالګه وغورځوله، په داسې حال كې جې دوو هيوادو له دې دمخه د حكومتونو او سر مشرانو په كچه ناستې لرلې. خو له ډيورنډ اخوا پښتانه ځانونه اوس هم افغانان ګڼي ان په تذكرو كې قوميت افغان كاږي د يوه پښتانه له غريو ډكه دا وينا د هيريدو نه ده چې _ دژمي په اوږدو شپو كې مې پلار د پخوانيو پاچايانو كيسې كولې، يوه شپه مې ترې وپوښتل، دادا زموږ پاچا چيرې دى؟ د ه قبلې خوا ته لاس ونيو بچيه زموږ پاچا په كابل كې دى.
ددې لپاره چې نور له پولې اخوا پښتانه خپل مرکزيت په كابل كې ونه پيژني.
همدا له دغې جرګې د اسلام آباد د سياسي اجنډا بنسټ ګڼلاې شي او همدا ددغه اجنډا په غوړيدا كې د ښاغلى كرزي له خوا د ډاكتر عبدالله د رول او خدمتونو د درناوى اعتراف.