غــــــــــزل



دګـــل پــه شـــانـی خــلګ يـو اځــغی مـو څــنګ کی اوســي
نا مــرده او ناځــــوانـه څــو ســـړی مــو څــنګ کی اوســي
اورونــــه بــــــلـوو دخـــپــلو خـــلــګــو پــر کـــــــورونــــو
مـجـبـوره يــو نــا تــوانـه يــو پــردی مـو څـنګ کی اوسـي
دلـــــتـه دژونـــديـــو پـر ســـر هــره ورځ خـــــزان راځــی
دمــرګ لـه ويـري پـټ دی پـــســرلـی...مو څـنګ کی اوســي
ســيـنـو کـی ئی تر کــاڼـو لا هـم ســخــت زړونه پـراتـه دی
يــو څــو داســـی نـا تــرسـه لــيـونی مو څــنـګ کی اوســي
وچــا تـه ور نــارې کـــړو څــوک مــو ږغ ســی اوريــدلــی
ړانـــده کــاڼــه بــی واکـه څـو ګـونـګی مو څنګ کی اوســي
هــرچــيـرته چـه قـــدم ږدو نـو و مـــوږته يـو څــوک وائــی
دځـــوان شــــهـيـد دقــبـر نــښـانـی مــو څـنـګ کی اوســـي
بـــی خـونــده ســتــړی ژونــد دی چـه تــيـريږی ځـلبلانده
پــه ويـــر او غــم لـــړلـی زنـــدګــی مــو څـنګ کی اوسـي