
اتم څپرکی
د۱۹۹۲ كال داګست په مياشت كې وروسته له هغې چې زمادنده په رياض كې پاى ته ورسيده ،زه لينګلي ته راوګرځيدم ترڅو دنويوعملياتوچې (ايران دعملياتوځواك ) نومېدل د مشرۍ مسووليت پرغاړه واخلم.
د۱۹۹۲ كال داپريل په مياشت كې كابل دمسعود،تاجكوځواكونولاسته ورغى اودنجيب حكومت له منځه لاړ . هغه وړاندوينه چې ګټونکي مجاهيدين به د کمونستانو پر وړاندې دانتقام په خاطر ستره وژنه ترسره کړي، سمه نه وه.
نجيب دملګروملتونودفترته پناه يوړه اود هغوی په يوه کلا کې په غيررسمي ډول ترڅلوركالونوپورې نظربندپاتې شو،ترڅودمجاهدينو نوی رامنځ ته شوی دولت دنجيب په اړه پرېكړه وكړي .
كله چې طالبان كابل ته په کال ۱۹۹۶ او د سپتمبر په وروستيو کې ورننوتل ،دهغوی لومړنى ګام دملګروملتونودفتر ته په زورننووتل و،چې نجيب له دفترڅخه په كشولوراوباسي اوترټولوسخته او وحشيانه سزا وركړي.
په ټايم مګازين Time magazine کې هغه انځور چې ډاكټرنجيب الله پكې دسړك پرغاړه له ولاړې مټې په ناوړه توګه راځوړند و،لوېديځ ته دطالبانودغوښتنوڅرګند پيغام ؤ.
برياليومجاهدينود حزب اسلامي د ليډر( ښايي مراد يې جميعت اسلامي وي.ژ) رباني ترمشرۍ لاندې په بېړه يوه نوې اداره را منځ ته کړله،او احمدشاه مسعوديې ددفاع وزيرؤ وټاکه.
خليلي اوس مهال په پاكستان كې ددغه نوي دولت سفيروټاکل شو،كله چې مجاهدينودنوي دولت واګي په لاس كې واخيستل ،سي، ای،اې ته په رسمي ډول امر وشوچې له مجاهدينوسره دمرستې دوولس كلن پروګرام ته پای ورکړي. تر دغه وخت پورې د مجاهدينو لپاره د پخواني جوړ شوي پروګرام( د مجاهدينو سره د مرستې پروګرام.ژ) يوازې نوم پاتې ؤ.
زموږلپاره ددغه پروګرام بندول په دا ماناو، چې له هغومجاهدينوسره چې موږ ورسره معاملې کړې وې، اړيکه ونيسواو خداى په اماني ورته ووايو،خوپاكستانيانوته په كابل كې د روانو سياسي حالاتو له امله فرصت په لاس ورغى څوپه افغانستان کې خپلې اجنډا (موخې ) ته دوام ورکړي.
پاكستان له ګلبدين حكمتيارسره چې دنوي دولت دبهرنيوچارو وزير ټاکل شوی ؤ، اوددې ترڅنګ يې نورو سخت دريځوپښتنو مشرانو ته د مرستې ورکولو ته دوام ورکړ څو دنوي تاجك دولت او نورغير پښتون پروړاندې وجنګيږي .
پروفيسور رباني اواحمدشاه مسعود دپاكستان له دغومرستوڅخه بې برخې وو اوبې له شكه چې دغه ډول حالاتوخپل منځي جګړې ته هرکلی وايه.
د۱۹۹۲ كال په نيمايي كې داحمدشاه مسعوداوګلبدين حكمتيارترمنځ دكابل په لويديځه برخه كې جګړه پيل شوه ،دڅومياشتوپه اوږدوكې دكابل ښارويجاړاوودانۍ په ودانۍ ړنګ او په لوټو او خاورو بدل شو،چې د هغې ورانۍ ځينيې برخې خو لا تراوسه هم د کابل په ښار کې ليدل کيږي.
دپاكستان دغه ډول مرسته له ګلبدين حكمتيارسره ډېره بېشرمانه وه اوخليلي په پاکستان کې خپلوخلكواونړۍ ته له دغومرسته څخه دپردې په پورته كولوكې ډېرفعال ؤ .
پاكستان دخليلي دغه ډول كړنې ستړى كړ(ويې نه زغملې ) ،نوخليلي اوددۀ كورنۍ دپاکستان لخوا ونيول شول او د څو ورځو لپاره دده کور تنګ ؤ او د هغه کورنۍ هم وځورول شوه. د هغه په پاى كې دی له بند څخه ازاد شوخو۴۸ ساعته وخت وركړل شوچې دپاكستان له خاورې څخه ووزي ،خليلي دامريكا د تابعيت په لرلوسره وكولاى شول چې خپله كورنۍ دامرېكا شمالي ويرجينا ايالت ته وليږدوي ،كله چې زه امرېكا ته دخليلي له راتګ څخه خبرشوم،نو سي ای اې دفترته مې خبروركړ،خوكوم رسمي دليل نه ؤچې ما اوخليلي يې بايدله مخې سره ليدلي واى ،يوازې ددووملګروټوليزه ليدنه وه .
مابه په مياشت كې يوځل له خليلي سره دغرمې ډوډوۍ خوړه، هغه له مېډيا سره ښې اړېکې ساتلې او د افغانستان دولت ته به يې کار کاوه، ، ځينې وخت خو به يې دومره جذاب معلومات ورکول، چې سړی به اړکېده د هغه په هېواد کې د روانو چارو د څرنګوالي په اړه د پوهېدلو لپاره ورته غوږ ونيسي، د ۱۹۹۰ په نيمايي کې د افغانستان خبرونه د وروستي مخ خبرونه ول او دا د جګړه سالارانو ترمنځ په يوه ډېر وران شوي او وروسته پاتې هېواد کې هغه ناندرۍ وې چې دجګړې لپاره پکې هېڅ شي شته والی نه درلود. خليلي پخپل هېوادكې د روانو حالاتو څخه سرټکاوه او خليلي لکه د زيات شمېر نورو افغانانو په څېر د هغه حقيقت چې د متحده ايالتونو دولت او سي، آی، اې له مجاهدينو سره د برياليتوب د راوړلو لپاره څومره مرستې وکړې، او اوس مهال چې بريا يې ترلاسه کړله، لرې ولاړ دي او د هېواد په غميزه کې له مداخلې څخه انکار کوي، سخته کرکه کوله.
ددۀ له نوموړې سردردۍ سره سره زموږترمنځ ملګرتياهمغسې توده وه ،ما له خليلي سره ددۀ په ستونزوكې پرته له غمشريكۍ نورهېڅ مرسته نه شواى كولاى ،موږپه افغانستان كې نه د سي، آی،اې پرسونل اونه هم سفارت درلود، او ما هم دغه پړه پرځان منله،دافغانستان په اړه زموږڅانګوچې په اسلام ابادكې وې ډېركم مالومات راكول ،دهغوڅانګوډېرپام نشه يي توكيواواړوندچارو ته و .
په ۱۹۹۴ كال كې زه اروپاته د(ايراني عملياتو) په دنده وګمارل شوم اوبيټسي ته هم په اروپا كې (GSO) يا عامه خدماتو په څانګه کې مهمه دنده ورسپارل شوې وه،موږدواړه اروپاته دتګ له امله خوښ ؤ،زه له خليلي سره بياخداى په امانۍ ته اړشوم ، وروسته خليلي دافغانستان دولت لخواپه هندكې سفيركړاى شو، هغه د ددغه دندې لپاره وړ شخص ؤ، په هغه وخت کې دا حقيقت چې زموږ دندو د يو بل سره مخامخ کيدل، اطمېناني کول، ناشوني ښکاريده.
ماپه اروپاكې دڅلوروپنځوكالولپاره دپاتې كېدوهيله درلوده ،خو د ۱۹۹۵ کال په اکتوبر کې دسي،آی،اې په لوړپوړوچارواكوكې دناڅاپي بدلون راغی، په اسلام آباد کې سيمه ييزه مشر د لوړې دندې د مشرۍ په غاړه اخيستلو لپاره قرارګاه ته ورغی او ماته امر وشو څو د هغه ځايناستی شم. دا يوه دنده وه چې ما ترې انکار نشو کولای، ما هر وخت دغه دنده غوښتله، زه او بيټسي په نوموړي دنده باندې وغږيدو، که څه هم چې زموږ تر منځ بل بيلتون سخت ؤ خو دنده ډيره قيمتي وه او د ۱۹۹۶ کال په جنوري د پاکستان په لوري وخوځيدلم.
د۱۹۹۶ كال داګست په مياشت کې مابيا دافغان اوپاكستان د سرحدي سيمو دعملياتومسؤليت پرغاړه واخست ،په هغه وخت كې دپاكستان ډېرپام عنعنوي کورنيو حالاتو ته ؤ،سياسي بدلون هم له نږدې څارل كېدۀ خود پاکستان د پام تمرکز دهندوستان سره په اړيکو ؤ، د هندوستان لخوا په نيول شوي كشمير کې د جنګياليوسره د هند د پوځ په وړاندې د پاكستان پټې مرستې،دهندوستان اوپاكستان ترمنځ اتومي جګړې ته ښه راغلاست وايۀ ، دپاكستان حالات خراب ؤاو د هر واکمن سياسي ګوند له امله د زيات اداري فساد په کراره خو په اطمېنان سره د بربادۍ په لور روان كړى ؤ، د دواړو لويو ګوندونو--دنوازشريف ترمشرۍ لاندې دمسلم ليګ اودبېنظيربوټوترمشرۍ لاندې دپاكستان د پيپلز(خلک) ګوند د هغوی د واکمنيدو پرمهال د اداري فسادونوترمنځ كوم توپيرنه ؤ،له دې دووګوندونوڅخه به چې هريوپه واك كې ؤ،كوښښ به يې كاوۀ چې څومره زياتې پيسې هغوبانكونوته چې په بهركې ول ،وليږدوي .
په ۱۹۹۴ كال كې كله چې دګلبدين سخت دريزه قوماندانانودمسعود،دشمالي ټلوالې له خواماتې وخوړه ،نوپاكستان دغه ماتې دخپل سياست ماتې وګڼله ،همدالامل ؤچې د ۱۹۹۴ په نيمايي كې پاكستان دملامحمدعمرترمشرۍ لاندې دطالبانو نوی پيدا شوي تحريک ته پام واړوه.
دطالبانوتحريك له هغوسخت دريځومدرسوڅخه چې په بلوچستان اودپاكستان په شمال لويديزو ولايتونووې راوپارېد،په سلګونومدرسو بې كوره افغان اودپاكستان غريبوماشومانوته كور،ډوډۍ اومذهبي درس وركاوۀ ،له دغومذهبي مرستوسره دپاكستان دسخت دريځه سياسي ګوندونو او په سعودې كې د بسپنې د څو لويو مرکزونو څخه ورسره شخصي مرستې کيدلې او په دغومدرسوكې زده كوونكيوته سخت دريځه، جدي اوحتی د اسلام د بې فکره بڼه ورته ښوول کيدله.
ملامحمدعمردمجاهدينوله وخته يوتجربه كار جنګيالى ؤ،هغه د جګړې يو ريکارډ جوړ کړ چې هغه ته يې په قرآن کې د زياتې پوهې شهرت ورکړ.
په ۱۹۹۴ كال كې ملامحمدعمرخپل عمليات كندهارته وغزول اوپه ورو، ورويې درشوت خورو اوبې قانونه قوماندانانوپه وړاندې جګړه پيل كړ.
په لومړيووختونوكې خلكودملامحمدعمرتودهركلى وكړ،ملامحمدعمرله ځان سره ملګري راټول او دطالبانو نوم يې وركړ.
پاكستان دطالبانوتحريك له مخې په افغانستان كې خپلې سياسي موخې ته رسيدل شوني وګڼل اولدې امله يې خپله ټوله مرسته طالبانوته متوجه كړه .
دپاكستان له دغه ډول مرستې سره طالبان په ثابت اوګړندي ډول دافغانستان جنوبي ولايتونووالکه په لاس كې واخيسته.
د۱۹۹۶ كاله په نيمايي كې طالبانودهېوادپه دريوكې دوه برخې په لاس كې واخيستې ،داطالبانوتحريك چې دپاكستاني اوعرب جنګياليو پواسطه ځواكمن ؤ،دكابل په څنډوكې يې ځواكمنې دفاعي ليكې جوړې کړلې او افغان اداره چې په هيواد باندې یې نازکه والکه لرله، له ګواښ سره مخامخ کړله.
د۱۹۹۶ كال داګست ترمياشتې پورې دامرېكاحكومت په افغانستان كې دسياسي بدلونونو څخه اندېښنه نه درلود ه .
د متحده ايلاتو حکومت په افغانستان کې يوازې په دوه سیمو کې لږه دلچسپې درلودله ، يو په دغه هيواد کې د مخدره موادو د سخت زياتوالي او بيا له دغه سیمي اروپا ته د مخدره موادو ليږد ؤ. دا حقیقت چې افغانستان د نړيواله ترهګرو د پټيدلو لپاره لویه سرپناوه، راڅګنديده.
په هغه وخت كې په اسلام ابادكې بې ساري عمليات پيل شول،ددغوعملياتويوه برخه يې په افغانستان پورې اړونده وه چې هغه دميرعمل قاسي ښكارؤ،ميرعمل قاسي هغه پاكستانى دبلوچ ؤچې دامرېكا په مکلين، ويرجنيا په ۱۲۳ سړک، په کال ۱۹۹۳ د جنوري په ۲۳ سهار د سي،ای، اې مرکزي قرارګاه په عمومي دروازه کې دسي، ای، اې دوه تنه مامورين مړه اودرې نوريې ټپيان كړل .
ميرعمل قاسي پاكستان ته په تېښته بريالى شو،سي ،ای اې اوایف،بي، ای له ډېروهڅو سره سره دهغه په نيولوبريالي نشول ،هغه دخپلوبلوچوملګرولخواساتل كېدۀ ،چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د کوټې او کندهار په سیمو کې یې خوځښت کاوه.
اسلام اباد يوافغاني ګروپ دميرعمل قاسي دښكارلپاره جوړاوCIA ورسره ددغه ګروپ په جوړولوكې موافقه وكړه . دغه ډلې د طالبانو په اړه په سیمه کې د طالبانو د شخصيتونو او د هغوی د فعاليت څارګره مالومات راوړل او د څو سي، ای، اې څیړونکو افسرانو د دلچسپۍ سبب ګرځيده او موږ په اسلام اباد کې د طالبانو او په افغانستان کې پر حالاتو پوهاوی پيل کړ.
که څه هم چې دغه ګروپ ونه توانيدۀ چې قاسي ښكاركړي ، خو ما د اف بي ای سره د هغه عملياتو په رهبري کې د هم غاړې توب څخه خوند واخست چې په پايله کې یې په کال ۱۹۹۷ د جون په مياشت کې ميرعمل ونيوه. د دلته ددغه کيسۍ ويل ارزښت لري، که نور نه وي،ددی دلايلو لپاره چې په نوموړو عملياتو کې سي، ای، اې څومره مهم رول درلود، ارزښت لري). دا ما ته واضح وه چې يوه ورځ خو ژر د متحده ايلاتو حکومت به هغه حقیقت ته چې طالبان د افغانستان د پوره کنترول کولو ته نږدې دي او کله چې پوره ځواکمن شو، هغوی به افغانستان د نړيواله ترهګرو لپاره په يو بې مثاله ځاله بدل کړي،راويښ شي او ورپسې به د کانګريس نعارې او ژړا چې ولې سي، ای، اې نوموړی حالت له پامه غورځولای دی، راوپاريږي.
موږبايد د سياسي پرمختګ په اړه د مالوماتو په ورکول پيل کړی وای.
پوښتنه دا ؤچې څنګه دواشنټن خپل لږ پام دغه هېوادته راواړوؤ؟ ددغه ډول هڅې د پيل په پام کې نيولو سره مو څو عامله او فکټورونه مخې ته ولاړ ول،
په جنوب كې طالبانودجنګ سالارانوبې وسلې كول پيل كړل اوطالبانودغه عمل ددې لپاره په ټولنه كې دمنولو وړؤ چې ټولنه دشل كلن جنګ څخه ستړې وه ،طالبانوپه لومړيووختونوكې ښه شهرت درلودخودوخت په تېرېدوسره خلك ددوى نه هم ستړي شول ،دطالبانوله تنګ نظرۍ څخه چې داسلام په نام يې كوله خلك ستړي شول .
زيات قومي مشران دطالپانوله دغه كړنلارې څخه ستړي ؤاوداهغه قومي مشران ول ،چې په زړه ورتوب سره دروسانواودافغان كمونيستي ژريم پروړاندې جنګيدلي ول ، زه مطمن وم چې دشرايطوپه برابريدوسره به نوموړي قومي مشرانوحتما له سي،ای،اې سره دطالبانوپروړاندې لاسنيواى كړى واى ،خو په جنوبي افغانستان کې د طالبانو د سخت کنترول په نظر کې نيولو سره به داډول اړيکې له مشکلاتو خالي نه وي.
په شمال كې دتاجكونظامي ځواك دطالبانوپروړاندې په جګړه کې نښتی ؤ خ وله بهرڅخه دمرستې له نشتوالي يې هغه ورو په وروټوټه كيدلواوشاتګ ته اړ كړ،دشمال له قوماندانانوسره اړيكې نيول هم يوڅه مشكل ؤخوزه ډاډه وم چې هغوى به له سي،ای،اې سره دلاسنيوي تازه کولو ته حاضر شي .
ماپدې ترتيب فكروكړچې دانتقالي دولت له دفاع وزير احمدشاه مسعودسره اړيكې ونيسم،ځكه چې مسعودترټولوځواكمن قوماندان ؤاود په شمال کې یې د هر توکم ګروپونو له مشرانو سره اغیزمنه اړيکې لرلې ، او د هيواد په کچه یې د غير تاجک قوماندانانو سره هم اوږدمهاله اړيکې لرلې.
مابايدواشنټن ته له مسعودسره داړيكيوټينګولولپاره يومعقول دليل وړاندې كړى واى ،ځكه چې واشنټن له طالبانوسره كارنه درلود،خودواشنټن اندېښنه دنړيوالوترورويستانولكه اسامه بن لادن اودهغه ملګروته وه چې طالبانوساتلي ول .
د ۱۹۹۶ كال په مۍ مياشت كې اسامه بن لادن دامريكا د زيات فشار له امله خپله عملياتي قرارګا له سوډان څخه افغانستان ته وليږداولۀ ،بن لادن په افغانستان کې د پخوانيو فعاليتونو په اساس دغه هيواد د ځان لپاره ښه امن ځای وباله. افغانستان ته دهغه له رسيدوسره سم اسامه بن لادن دسخت دريځه جهادي قوماندانانولكه پروفيسورسياف اويونس خالص ميلمه شو.
د اسامه د جهاد باورليک او د لويدیځې نړی سره د هغه مخالف دریځ او دپيسولوى صندوق په لرلوسره ملامحمدعمرهغه خپل ګران ميلمه وګاڼه .
په ۱۹۹۰ كې پاكستان افغانستان اوسرحدي سيمووزيرستان ته دنظامي زده كړوپه موخه دخپلوكشميري جنګياليوليږل پيل كړل ،دپاكستان دولت لپاره دغه خوځښت له ماناډك ؤ،داځكه چې دنړيوالې ټولنې اودمرېكاله دولت څخه په پاكستان فشارؤ،چې دكشميري جنګيال(د خپلواکی جنګيالي ) كمپونه له خپل ملك څخه وباسي .
زيات عرب ترهګر چې له خپلوملكونوڅخه په منډه كې ول ،په دغه كمپونوكې چې كشميري اوپاكستاني خپل خوښو (داوطلبو)پكې زده كړې كولې ځاى پرځاى شول ،دغه اړيكې چې نن ورځ ددغولويوډلوترمنځ ښكاري، له دغه وخت پيل شوې .
کله چې د ۱۹۹۶ په نیمایۍ کې د ترهګرو دغه تور جوړښت په راڅرګنديدو شو، اسامه بن لادن د سي،ای، اې اصلي هدف وګرځيد.
په افغانستان كې داسامه شته والي، له مسعود سره په کابل کې زما د ليدنې لپاره معقول دليل پيدا کړ څو د اسامه او په افغانستان د بهرنيو ترهګرو په وړاندې د سي، ای، اې سره د هغه د مرستې د کولو توان او د هغه رضايت وسپیړو!
زه پدې هم پوهيدم چې زماپخوانى دوست خليلي به چې تراوسه په نوي ډهلي کې افغان سفير دی، د مسعود سره د يوې مثبتې او بريالی ليدنې په دايرولوكې اړين كس وي،مادغه وړانديز يوه تلګراف کې دتروريزم پروړاندې دمبارزې مركزته وروليږه، هغوی خپلې د نوموړي سفر لپاره دعا او د بودیجې ورکولو سره هوکړه وکړله.