
که ساقي نه وي نو، جامونه خوشته
نه وي که يار ،د يار يادونه خو شته
هسې پرې زړۀ ته تسله ورکوم
د تللو پښو پاتې څو پلونه خو شته
ستا د ليدو هيله له اوس هم ژوندۍ
سترګو زما کښې له خوبونه خو شته
خنجر په لاس کښې د قاتل که نشته
زما د زړۀ تازه زخمونه خو شته
تا ته به خلاص وي ،محتسبه ،مګر
مېنځ کښې زمونږ له ،حسابونه خو شته
د زمانې جلاد ستومانه ښکاري
دار ته تېار ،ګني سرونه خو شته
زۀ او تقدير به سره جوړ شو،خېر دې
که جنت نه وي ،دوزخونه خو شته
(مين)ئې اوس هم له طواف کوي ،چې
د هغه کور وران دېوالونه خو شته
پېښور ١٥/١٢/٢٠١٢ مين