
مولوی همایون خان کاکړ
زه چي راغلمه سهاروو اوس غرمه ده
منـــزلونــــه مختصردي مخ ته شپه ده
لـــکه ګل له چي بهار او خزان دواړه
دژونــــدهـــم دغسي لنډه یوه قصه ده
په سفرکښي چي توښه وي بارخفیف وي
بـــې لـــه دې دلاروی کومه اندېښنه ده
چي غمــي دبدخشان پکښي مدفون شوو
هــــدیـــره اوس دلعــــــلونو خزانه ده
چي دحـــق او دانصاف ملګري وکړي
ناپیـــده پـــــه عالـــــم کښي داحذبه ده
یـــوظــالم یه هم له قتله درېغ نه کړي
دافــــــغان یــــوڅــه دردمنه افسانه ده
مـــوږ یــه داد دسخاوت لیدلئ نه دئ
دســــــاقي کـــه هرڅو ډکه پیمانه ده
دنـــــااهـــلو دروغــــــجنو اقتدار دئ
نه پوهیږو چي هـــېواد که تماشه ده
چــي ازار یه له مظلوم څخه اخیستئ
همـــایونـــــــه په کوروکي زلزله ده