 
        	    
                    
                                    
                    تل به په لار د مـــــــــــــــــــــېړنو سـره ځم 
يمه پښـــــــــــتون د پښــــــــتنو ســــــره ځم 
د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر 
ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو ســــــره ځم 
دا چـــــــــې خـــــــــرد هم په ملت ځــاروي 
زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو ســـره ځم 
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــه نظر نه يمه 
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو ســــره ځم 
وايي اغـــــــــيار چــــــــــې د دوزخ ژبه ده 
زه به جنت ته د پښـــــــــــــــــــــتو سره ځم 
راســـــتنېدى چې نه شي وخـــت خـــو نه يم 
خـــــــــو د حـــــــالت د تقاضــــــو سره ځم 
كړمه جـــــــــهان چې د پښـــــــتون ځمـــلي 
د خـــــــــپلو پېغلو حــــــــوصــــلو سـره ځم 
وړم مســــــــــتقبل ته د مــــاضــــي روايات 
زه د خپل حــــــــــــــــال د ولولو ســــره ځم 
څــو چـــــــې راغونډ په يو مركزيې نه كړم 
هرې تپې ته د جــــرګو ســــــــــــــــــره ځم
                  
 
             
            