غزل

 
چې مې ولــــــيدې دا تورې سترګې سـتا
زه به نه کړم هـــېرې نورې ســــترګې سـتا
يـا د بـاز يـا د طـاوس يا د شـــــاهـيــــن دي
يا د تور هوسـي که ګـورې ســـترګـې ســـتا
لــکه وژغوري کـبلــی په ســـنبل زار کـــې
د خــواره اوربل تر ســيوري سترګې ســــتا
لکه پټ ســـواره د جنــــــګ نېزې په غـاړه
دا اوږده باڼه پرې پورې ســـــترګـــې ســــتا
چـــــې دې هــسې و هر در و تـه ولاړ کـــړ
د عاش دی اور په کـــورې سترګې ســــــتا
لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي
زه چې وويــــنم ميـــخورې ســــترګې ســتا
چې دې غوښــت هغه ديدن دی ورته ګــوره
که خوشــحال نه دي کورې ســترګــې ســـتا