 
        	    
                    
                                    
                    زه هر گوره نن د لوړو په حصار ځم
 مثل نه لرم هیچری چی په شمار ځم
 که می خپله بلند ی موجوده نه وی
 لکه باد هسی د غرونو په کنار ځم
 له وحدته چی په امر را بېرون سوم
 د کثرت په ملکو هره خوا په ښکارځم 
دا د مینی ملک می خپل کړ سر تر پایه
 زه عاشق بندی د زلفو په هر تار ځم
 د ناسوت په وهم ورک سوې عندلیبه
 زه غه گل یم چی د مینی په بهارځم 
خپله مینی مي ښکاري تعلیم می ورکړ
 زه غرڅه په گړڼونو د کهسار ځم
 ملکوت گوره خاصان د صومعې کړم
 همېشه د میخوارانو په بازار ځم 
که اشنای می چېری ناز راباندی وکړي
 دا می نشته چی یمین او که یسارځم 
که هرڅو داستا د مینی وری دروند دی
 ولی تل د خسته زړونو په قطارځم
 احمد شاه ته دی د زړه بورجل ته گوره
 بې ما څوک دی چی دا هسی په گفتار ځم.
 
                  
 
             
            