ټـــکوروم د زړه داغــــونه مـــخ راواړوه ته
بل مې ګوګل کې کړه اورونه مخ راواړوه ته
کړه مـــې لمبه نيمکـــــښو سترګو کې په غلي نظر
چــې وخورم نوي تــــيندکو نه مخ راواړوه ته
د خــزان باد مې لګــــېدلی دی د زړه په انګړ
چې راســـتانه شي بـهــارونه مـــخ راواړوه ته
د ژونــدانه ډيوه مې ســـتا په امـــيد بــله ده لا
چې بــيا ونه کــړې ارمــانونه مــــخ راواړوه ته
که حوصـله مې لوړه نه کړې ته په مســکو شونډو
رانه ډوبــيــــږي امـــيــدونه مـــخ راواړوه تــه
ســــېلاب د ميــــني په بدل کې رڼې اوښــکې امـېل
درتــه راوړي ســوغــاتــونـه مــخ راواړوه تـــه
وروستي