تــــــه د لـــــمر په شــــــان ځليږې هر مومن د زړه ارمان يې
ســــــــتا دمـــــينې ليوني دي ته مــــــــنزل ددې کاروان يې
ستــــادرګـــــاه ته دي راغــــــلي ســـــتا ليدو ته وږي تږي
تــــــورې خــــاورې بـــــختورې ته خــــوږه غيږ د ايمان يې
چـــــې داغلی يې سينه کــــې ستا په مينه خوږزړګی دی
دا مــــــلنګ دی ســــتا د عشق ته مــــــــنزل د عاشقان يې
ســــــتا طواف لـــــه هوسيږي ســـــــتا په در کې به لټيږي
تــــــا ته غـــاړې ته درلـــويږي ته غـــــاوي په دې جهان يې
په زړګي دعشق ټپي دی په خوله هم سوالي سوالي دی
ته يــــې ارمان د زړه پوره کړې ته بيشکه لوی رحمان يې
تــــــه صفا مــروې په منځ کې وچې شونډې په زاری دی
اسمعــــــيل ورته نــــــظر کـــــــړه د زمزمو شړک باران يې
جــــــــانه ورشـــــــه په ژړا شـــــــه د احمد خــاورو ته کينه
پـــــــه سلــــــګو کــې ورته وايه زموږ د مينې نګهبان يې
رحـــــــــيمې درتــــــــه نــــــــيولي ډکــــــې لپې په زاری دي
تــــــه بــــــښوونکی لـــوی الله زما د خوږ غريب جانان يې
وروستي