دا چـــې دومـــــــره ضد کوې مــــــا لــــــه ځــــــانه بيــــلوې
لــــږ د زړه نه تـــــــپوس وکړه مــــــا به څنګـــــــه هـــــيروې؟
چـــــــې خوبونه دې ليمو کې تـــــــر سحـــره ازغـــي کيږي
ســــتا خيالــــونو ته به راشم هــــــــــره ســاه به دې لنډيږي
يـــــو تـــــــصوير به جـــوړوې يــــــو تصـــــوير به ورانــوې
لـــــــــږ د زړه نه تپوس اوکړه مـــــــــا به څنګــــــــه هيروې؟
چې زما څوک تپوس وکړي کـــــله ستا نه په محــفل کې
سری لمبې به دې شي پورته يـــــــــه جانانه په ګوګل کــې
تـــــــــه بــــــــه اوښــکې پټوې بـــــهانـــــــــــــې به جــــــوړوې
لــــږ د زړه نه تــــــپوس اوکړه مــــــــــــا به څنګــــــــه هيروې ؟
تــــــــنهايې چـــې دې په ذهن مازيګر کــــې راخـــــوره شي
هــــر سکون به در نه ﻻړ شي هــــــــر ګمـان به در سره شي
مــــــخ او سر بـــــــه شکـــــوې بـــــــــس هــــــــم ما به يادوې
لـــــــږ د زړه نه تـــپوس اوکړه مـــــــــا به څنګـــــــــه هيروې؟
تـــــــــا نــــه ځـــــــار شمه ﻻيقه لـــــيوني خـــــــويونه پريږده
لـــــــوی ازار به در پسې شي دا فضول ضـــدونه پـــريږده
مـــــــــينه څلــــــــــــــــه زوروې غـــــــم مـــــــې ولــې زياتــوې
لـــــــــږ د زړه نه تپوس اوکړه مـــــــــا به څنګــــــــــه هيروې؟
وروستي