داسې مست دې کړم

داسې مست دې کړم په بداوښه کې نه یمنور جانانه ستا په ته اوزه کې نه یم
  هسې عشق مې دنظر مهارشلولیکنه یاره دومره بد په زړه کې نه یم دخپل فکر خپلواکې مې سرمایه دهنوردمرګ اود ژوندون جګړه کې نه یم...ګرددپښودې یم لا بار په اسویلویمپرېوتلی دې دتلو په پله کې نه یم
څه که موړپښتونولۍ په خیټه نه کړمولاړ کړی يې دچا په وره کې نه یم 
وې که یارلاړزه خویم؛ماوې ته څوک يېوې اروايې یم د تن جامه کې نه یم
چې دسولې اوجنګونو تجارت کړيشکرخدایه دهغوی کاله کې نه یم
نوري لاري مې ستا زړه ته پیدا کړينور دې یاره ډیر په هواو نه کې نه یم
کوم کمبخته بیادشک په رنځ اخته کړېلکه خوند چې دې اوس بیاپه خوله کې نه یم
لاس به دروړم خو دنورو به درپام شيکنه زه د پارسايي کیسه کې نه یم
چی هرشی راته تر ځان کوچنی ښکاره شياوس (حسنه) دځوانۍ په غره کې نه یم
ډاکتر حسن