دګيدړ  قباله

  يو ګيدړ  له ځان سره يولېوه دچا باغ ته بوته او ورته يې وويل چې په باغ کې دې هرڅه خوښ وي ډاډه يې خوره  ځکه چې ددې باغ قباله له ماسره ده  . هغه هم په ډاډه زړه په باغ کې خوراک پيل کړ  چې په همدې وخت کې دباغ خاوند راښکاره شو  دباغ دخاوند له ليدلو سره ګيدړ منډه کړه، دباغ په تنګ سوري ووت اوتښتېد خو لېوه  چې پدې سوري وتلى نشو دباغ دخاوند ګوتو ته ورغى او هغه يې هم په وهلو پيل وکړ. لېوه ،ګيدړ ته چيغې وهي چې له تاسره خو دباغ قباله ده  ،قباله وروښيه چې ماپرېږدي  زه خو يې مړ کړم.ګيدړ ورته وويل چې   سمه ده قباله خو راسره  شته خوخبر داده  چې  په چا يې منې . نو جناب کرزى صاحب ! قباله خو به درسره  وي خو ستونزه داده چې په چا يې منې.
يادونه : دغه ټوکه دښاغلي محمدحسن حقيار له ليکنې ((چيست ياران طريقت بعد ازاين تدبير ما )) څخه را خستل شوې  .  ليکنه په سياسي او ټولنيزې ليکنې برخه کې لوستی شی .