وخـــــت دديــــدن اور شــو د لمبې پر سر وﻻړ يـــمه
څـــــه وکړم پـــــښتو ده د وعــــــدې پر ســر وﻻړ يمه
څاڅکی څاڅکی راغلم ستا د حسن پر بام پريوتم
اوس چې پر ځان پوی شوم د ناوې پــر سر وﻻړيمه
تــــــه خو به تـــــندی د شپې نــن بيا په کاسو وولې
زه څــــــومره کـــــــمبخت يم د توبې پــر سر وﻻړ يمه
لــــــــږ خو دې کاږه واږه باڼه را باندې سيوری کړه
خـــــــير دی مساپر يــــــــم د غرمـــې پر سر وﻻړ يمه
اوښکه د غـــــــــزل مې د ساحل د غاړې چغه شوه
ډوبـــــــه مــــــــــۍ بيړۍ ده د څـــپې پر سر وﻻړ يمه
وروستي