غزل

 
اې زمـــــــــــا د زړه ارامــــــــــه راشـــــــه راشـــــه
ســـــــروې قدمـــه ګل انــدامه راشـــــــه راشـــــه
دا چـــــې نور خوبان دې واړه مــــــــقتديان دي
د هــــــــــمه واړو امـــــامــــــــه راشــــــه راشــــــــه
بــــــې تا نـــــــشته هيڅ حــــــرمت د عـــــاشقانو
د مـــــــــــشتاقو احــــــــــــترامه راشــــه راشــــــه
خدای زده بيا به هسې وخت وي که به نه وي
زه ويــــــريـــــــږم لــــــــــه ايـــــــامه راشـه راشـــــه
نــــــــن هنګام دی کــــــه وفا کړې که جفا کړې
چــــــــارې نه شي بې هنګامه راشــــه راشـــــــــه
دا جــــــــــهان د مسافـــــرو يــــــو ربـــــــاط دی
تله دي تله دي له دې ګــــرامه راشــــه راشــــــه
پـــــــري رويـــــــه فـــــرښته خــــــويه عنبر بويه
ســــــــــــنبل مـــــــــويه ﻻله فامه راشـــه راشــــــه
شپه ﻻ پريږده بې تا ورځ راباندې شپه شوه
د رحـــــــــــــمان مــــــــاه تمامه راشــــــه راشــــــه
 
 
 http://www.youtube.com/watch?v=vLBSW4IyHx4