راځئ د خپل تقدير ټټر ونيسو
هلئ د ژمي مازيګر ونيسو
سر به د اوښكو ګرېوانه كې ټيټگ كړو
ګوندېكه خداى كول ګوهر ونيسو
د صبر ونې مو په زړه كرلي
په نن سبا كې به يې ثمر ونيسو
راځي اّشنا، راځئ اى تللو اوښكو
د انتظار پر بڼو غر ونيسو
اوښكې جرګه، جرګه د يار پر غاړه
پر يو ځي ګوندې مرورونيسو
لكه هنداره كې تصوير ښكاره شي
بډې وهئ كه نن سحر ونيسو
د كنړ سين سندريز شور وړى دى
ځو اباسين ته چې ګودر ونيسو
وروستي