دښکلي خوست سېنه دلرغونو توکو ډکه  ده


  خوست ولايت چې دهيواد په سويل ختيځه څنډه کې  تقريبا دپلازمينې کابل سره په   ٢٤٠ کيلومتره واټن کې پروت دی ،په دغه ولايت کې هم ويل کيږي چې دتاريخ په اوږدو کې څو پيړۍ وړاندې خلکو ګوزار ه کړي ، ځکه پدې ولايت کې داسې لرغوني ځايونه او سيمې شته چې پکې معبدونه اوډبرينې مجسمې موندل شوي او لا ډير ترخاورو لاندې پټ دي ، چې دامهال ددغو لرغونو اثارو  دساتلو لپاره دولت کوم دپام وړ ګامونه نه دي اخېستي .
   دخوست مرکز په لويديځه برخه دمنګسو په سيمه کې دحصار غونډۍ په اړه ويل کيږي چې پدغه غونډۍ کې دوخت يوه لويه چاهي تېره شوې، دسيمې اوسيدونکو په وينا چې شاوخوا ددغې غونډۍ په ساحه کې کيندنې شوي، چې ډيريو خلکو پکې لرغوني ډبرينې مجسمې او طلايې توکي لاسته راوړي . اوس مهال ددغه غونډۍ سينه دلرغونو توکو ډکه ده.، چې تردې ګړۍ پورې دولت پرې دساتنې اوکيندنې چارې نه دي پيل کړي .
دسيمې اوسيدونکي وايي : چې په دغه غونډۍ کې کله کله په ناقانونه توګه ناڅرګنده  کسان کيندنې کوي ،خوتردې مهال يې کو م ارګان مخه نه ده ډب کړي . همداراز دمتون کونډيو په سيمه  کې دطالبانو دواکمنۍ پرمهال يومعبد وموندل شو ،چې دټراکټورونو په واسطه يوځل لوڅ کړای شو ، اووروسته بيا ورباندې خاورې له همدې امله انبار شوې چې طالب واکمنو دومره بشرې قوه نه درلوده چې دنوموړی معبد په ساتنه يې وګماري .
ګرانو لوستونکو!  لکه چې ومو ويل چې دتاريخ په اوږدو کې خوست ديوه لرغوني ټاټوبي  په توګه پاتې شوی ،وړاندې مو ياده کړه چې دښيرازه طبيعيت څښتن اودشنه خوست په غيږه کې ډيرې لرغونې شتمنۍ اوس هم دخاورو لاندې دي که دلرغون پيژندونکو ډله يې په اړه څيړنې اوپلټنې وکړي، کيدای شي خوست ډير خوندي شوي لرغونې توکي په غيږه کې ولري،  خو د ژغورلو لپاره يې جدي اقداماتو ته اړتيا شته ، نو رابه شو ديته چې خوست ديوه تاريخ لرغوني استوګنځای به توګه ولې ؟!دتاريخ په زړه اوپاڼو کې ځای نلري. شايد دوخت حاکمانو ، مشرانو او دقلم خاوندانو اولرغون پوهانو ګناه وي چې ددغې سيمې په اړه يې پلټونکي اوڅيړنيز ګامونه نه دي پورته کړي اوخپل تاريخي مسوليت يې نه دی اداکړی.

دخوست موزيم په هکله :
 ګرانو لوستونکو داچې په لرغونو توکو غږيږو نو لازمه مو وګڼله چې دخوست موزيم داثار څخه لنډه يادونه وکړو، داطلاعاتو اوکلتوررياست  دمخکېني ريس الحاج عبدالکريم پتنګ په نوښت دخوست مېشتو په همکارۍ سره دموزيم بنسټ په  ١٣٨٣ هل کال کيښود ل شو .

 اوس مهال په دغه موزيم کې ٢٨٠ بېلا بيل تاريخي اثا ر موجود دي چې دځينومهمواثارو څخه يې لنډه غوندې يادونه کوو.دقران کريم درې قلمي نسخې ،دپيغمبر حضرت محمد(ص )دوخت پاچاهانو ته ليږل شوي ليکونه ، دخدای ج اودهغې پيغمبر(ص) په بېلا بيلو شيانوکې په طبيعي ډول دلوی ذات اودحضرت محمدص کښلي شوي نومونه  اونوراثارلري .
همداراز دلرغونو اثارو په برخه کې دامام صاحب کچکول مجسمې، ډبرين ديګونه ، دبخارې کوزه ،ديماپاچا دپڼې نمونه، باختري اويوناني سيکې اوديوه دريابي حيوان پنځه کيلوغاښ اوداسې نور ..

 
ددې ترڅنګ دسيمې دپخوانيو استعمال شويو توکوبرخه يې هم ترډيره بريده غني ده، شړۍ دخوراک اوڅښاک بېلا بېل لوښې پخواني کارول شوي جنګي ټوپکونه، ميچن ....اودلاسي صنايعوله جملې څخه  يې مزرين صنايع  په ګوتو کښل شوي بېلابېل دسينګار اونور توکي پکې  شته ،چې په  دغه موزيم کې  اوس مهال ٢٨٠ مهم اثار خوندي شوي . او دمسولينو په وينا چې هر ورځ دپام وړ ليدونکي لري ، او دمينه والو پرمخ پرانېستی وي .