نيوکه اوانتقادبايدپه څه شکل وي؟

لکه چې پوهيږوهرکارکول دبرياوواونيمګړتياووسره مل وي، نوپه همدي منظوردنيکوخلکواوپوهانو نيوکې اوانتقادونه چې په اصلاحي بڼه وي زيات موثروي او ديو کار په ښه ترسره کول کې اغيزمن تما ميدای شي . خوکله چې يوڅو ک په چا نيوکه کوې بايد دقلم عفت او سپيڅلتيا په پام کې ونيسي او بلخوا دسالم نيوکو کولو لپاره ديوې موضوع نيمګړې خوا بايد په دقيق ډول په ګوته شي او هغه څه چې يوې موضوع ته يې بدرنګې وربښلي بايد ورته په روښانه بڼه وښودل شي. او داصلاح لارې چارې هم ورته په ګوته شي .که چيرې داسې نيوکه کيږي چې مثلا دپلاني سړي په چارو کې زياتې نيمګړتياوې موجودې دي اونور ورته داصلاح لاره نه ښودل کيږي نو پدې وخت کې هرشخص دافکر کوي چې دنوموړي کس نيوکه بې ځايه ده .اوهسې با بوللې دي نو همدا لامل دي چې په اوسنۍ وخت کې څوک دنيوکو او انتقادونو زغم نه لري . که چيرې يو شخص کوم کار ته مخه کوي نو هغه دافکر کوي چې دغه به انشالله په ټول توان او فکري قوت سره ترپايه په ښه توګه ترسره کړم او نوموړي دخپلو چارو په ترسره کول په ځان ښه باورې وي خوکه کوم بل کتونکی ورته دکره کتونکي په نظر کې وګوري ختمې به پکې يو لړ نيمګړتياووي راباسي نو پدې وخت کې ضرور ده چې کره کتونکي دچارو پرمخ بيوونکي ته د ورور ۍ او پرته له حسد او کينی خپلې ټولې نيمګړتياوې ورپه ګوته کړې او اصلاح لارې هم ور ته وښايي او هغه شخص چې کوم مسوليت په غاړې لري او چارې سمبالوي نو لازمه ده چې دی هم نقد پذير واوسي او په ورين تندې دنيوکو زغم ولري . لو مړۍ خوهر څو ک دنيوکو کولو جوګه کيداي نشي چې هر شخص دې په يو چا بې منطقه نيوکه وکړي که يو څوک دعلم په باارزښت ګاڼه سمبالوي . هغه ددې ظرفيت هم لري چې ديوې موضوع نيمګړې خواوې ترڅيړنې لاند ې ونيسي او پرته له کومې کيني دا چاره ترسره کړي .خوهغه کسان چې نيوکي يوازي دلمسون او ديو چادزړه بدوالي او تهديد لپار ه کوي داهغه کسان دي چې په ټولنه کې منفور شوي او س غواړي يوازې خپل موقف له همدې بې ځايه نيوکو پربنياد په ټولنه کې ځوړند وساتي پوهيږوچې داسي کارونه دهغوخلکوپه نصيب اوپه برخه راسيدلي چې هغوي نه کوم علميت لري اونه هم په ټولنه کې کوم دبرمه ډک ځاي . مونږکه دنورې نړۍ خلکوته وګوروهغوي هم دکارونودلاښوترسره کيدوپه مناسبت په يو بل نيوکې کوي خو هغوي يوازينۍ موخه دکارونوښه والي اوسمون وي نه رشخنداونوروته سپکوي ځکه هغوي غواړي چې ددوي هريوشخص دبل هيواد خلکوسره په هرډګرکې سيالي وکړاي شي اوخپلوخلکوته برياووي اوافتخارات راوړي خوافسوس چې زمونږخلک هم داسي پوهيدی اوتل يې دخپلوولسونواوخلکوپه ګټه اونفعه کارکولای شوی په چارو کې دسالمونېوکو په هيله