
اووم څپركی
په ۱۹۸۸ كال كې زه اسلام ابادته ور وګرځېدلم.مېلټ بېرډن په خوښۍ سره راته هركلى ووايه او هغه دا حقيقت چې دی په اسلام اباد کې يوازېنی د سي ،آى ،اې مشر و، څرګند کړ. زما په مغزو کې هغه شک چې مېلټ د خپل عمر په لحاظ په لويه رتبه کې ؤ، موجود نه ؤ
.زه په لنډوخت كې ترټولولوړرتبه افسرشوم اودافغان استخباراتو دراټولولو(له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكو درلودل. لېکوال) دبرخې مسؤل شوم ، د اوږدې مبارزې لپاره دا زما لپاره ښه چانس و ځکه چې په همدغه وخت کې ما له احمد شا مسعود سره اړېکې پيل کړې.
په ۱۹۸۰ كال كې كله چې مسعودله پېښورڅخه پنجشېرته روان شو نو د مسعوديونږدې ملګري اومشاور ځوان تاجك (مسعودخليلي) له دۀ سره په دغه تاريخي منزل کې دلارې ملګرتياوكړه .
په كم وخت كې څرګنده شوه چې خليلي يوځيرك شاعراوليكوال دی اوپه دريو ژبو غږيده، ښه ويناوال او د شمالي افغانستان په غرونو باندې د کلاشنيکوف د ښکته او پورته ګرځولو پر ځای هغه د سياسي موضوعاتو د پر مخ بېولو لپاره ښه لوبغاړی و.
خليلي په پاکستان كې دمسعود يو مهم نماينده ؤاوپه پاى كې په پښور کې مېشت دبرهان الدين رباني اودهغه دتاجكي اسلامي حزب (ښايي جمعيت اسلام يې منظور وي. ژباړن )لپاره جګپوړی سياسي مشاور وټاکل شو.
د۱۹۸۰ كال په نيمايي كې د سي ای اې افسرانوله خليلي سره وپېژندل او له هغه سره يې د همکاری ارتباتاط ټينګ کړل،هغه د سي ،اى ،اې كوم جاسوس نه ؤ!؟ خوهغه خپلې اړيكې دكمونيستي رژيم له نسكوريدو ،وروسته دافغانستان په راتلونكي كې له سي ای اې سره دخپلونظرياتودشريكولو له امله خپل شخصي نظر پراخول غوښتل!
کله چې زه د ۱۹۸۸ په وروسيتو کې اسلام اباد ته را وګرځیدلم، خليلي ته وروپيژندل شوم او اسلام اباد ته د هغه د هر رسمي سفر په مهال به مې له ده سره لېدنه کوله.
له خليلي سره زمادپېژندنې لېوالتياپدې کې نه وه چې هغه دمسعودنېږدې سړى دى ،له مسعودسره خوموږدهغه دوروراحمدضياپواسطه (له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكيو) له مخې اړيکه لرله ،له خليلي سره زمادپېژندنې لېوالتيا د مجاهدينو د ګروپونو سره د هغه د پراخه اړيکو او د هغه قوماندانو او سي ای اې ترمنځ د هغه په منځګړېتوب کې چې سي ای اې پکې دلچسپي لرله، وه.
دڅواونيوپه تېريدوسره زمادخليلي ترمنځ ځانګړې ملګرتياجوړه شوه او زما اوددۀ ملګرتياددې لامل شوه چې د سي ای اې سره د هغه د مرستې لامل په ډاګه کړم.
هغه په ټينګ باور سره له مجاهدينوسره د(سي ،اى ،اې ) مرسته دروسانوماتې ګڼله ،هغه پدې هم باوري ؤچې پاکستانيانو د سي ای اې دغه پروګرام يو فرصت ګاڼه څو په پښتانو مجاهېدين ګروپونو په ځانګړي ډول په هغه ډلو کې چې محافظه کاره مذهبي عقيدې لري، خپل نفوظ زيات کړي، دخليلي په باور كله چې كمونستان مات شي پاكستان به له خپلوپښتنوملګروسره لاسنيواى وكړي ترڅودواك واګي دوى ترلاسه اوتاجك او نور عقليتونه دتل په شان په دويمه درجه كې پاتې شي .
خليلي له CIA سره داړيكو لرلوله مخې دخپل برياليتوب يه زرترلاسه كولوډېرباوري ؤ ،سي ای اې ته د هغه ښو قومانداناو ورپيژندل چې دپاكستان په خوښه نه ؤ،دى پدې باوري کاوه چې دغه قوماندانان به دكمونيستي رژيم له نسكوريدو وروسته دسياسي جګړې په ډګركې د پاکستان په خوښه د پښتانو قومندانانو په وړاندې د مقاومت لپاره ښه سمبال وي.
د خليلي اړيکې د قوماندانانو سره د يادولو وړ وې،دخليلي پواسطه موږكولاى شول چې دهېواد په کچه له ټولو توکمو مهموقوماندانانوسره لكه دشمال ازبك، دجلال اباد د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي سيموپښتانۀ قوماندانان اوحتى د کابل په لويديځ کې له شياقوماندانانوسره موهم ددۀ پواسطه اړيكي ټينګولای شولې.
خليلي په رښتياهم يو افغان هېوادپال ؤ او دی، او دغه خقيقت يې د خپل ۲۴ کلني خدمت او قربانۍ په واسطه څرګند کړ .
خليلي په كال كې دوه ځله دپاكستان دچترال له غرنيوسيموښكته د اس په شا دپنجشېردرې ته د مسعود د لېدنې لپاره سفر کاوه. دا يو له خطره ډک او اوږد سفر و چې د تنګو لارو له امله يې اته ورځې نېولې. په سيمه کې شورويانو د هوا له لارې په زرګونه کوچني مځکني ماينونه راغورځولي ول او د هر سفر پر مهال د يوه اس يا د کچر له لاسه ورکول او يا د سړي لپاره که چېرې د ښې کارول شوې اوتنګې لارې څخه وتلی وای د يوې پښې دلاسه ورکول عادي وؤ!(دا ټول ستاسې د بشري حقوقو د پرځای کولو له برکته پر افغانستان داسې حالت تيريږي.ژباړن)
ماهم په شوق غوښتل چې يوځلې له خليلي سره يوځاى سفروكړم اوله مسعودسره مخامخ وګورم خوخپلومشرانوراته( د خطر د اخستلو وړتيا نلري) له امله اجازه نه راکوله.
څوكاله وروسته پوى شوم چې د نوموړو سفرونو پر مهال خليلي مسعودته زمايادونه كړې وه اوهغه باوراودرناوى چې خليلي ماته درلودمسعودته هم وليږديدۀ ،داهغه څه ول چې زما اود سي ای اې لپاره يې په راتلونكي كې ښه خدمت كاوۀ .
د۱۹۹۰ دجون په مياشت كې ماپه رياض كې دزون دمرستيال په توګه دنده واخيسته اوددغه كال داګست په مياشت كې زمالپاره د خليلي پريښودل په پاکستان کې زما د وخت تر ټولو سخته او غمجنه برخه وه ،ځكه چې هغه يورېښتينى ملګرى ؤ او په افغانستان كې دنجيب الله حكومت د سرټمبه مقاومت له امله حالات غمجن ښکاريدل ،داحمدشاه مسعود شمالي ټلوالې د حواکونو اوګلبدينحکمتيار او د نورو وړو سخت دريزه پښتانو ګروپونو ترمنح شخړې په زياتيدووې ،لدې امله د افغانستان څخه د روسانو د وتلو ستره خوشالي او د کمونستي رژيم په وړاندې د ژر کاميابۍ هيلې له خاورو سره خاورې شوې. دا هم واضح وه چې د متحده ايلاتو حکومت هم د افغانستان څخه خپل لاس راپرې کاوه او د روسانو سره د دواړو جګړه کوونکو خواؤ ته د مرستې او همکارۍ د بندولو پر څرنګوالي باندې جدي خبرې اترې روانې وې.
د هغه شېبې ليدل چې ګټلو ته يې ډيرو کسانو زياته قربانی کړي وي، او بيا له منځه ځي، ډېر ګران وي. زماپه اند، زما تلګ خليلي ته هغه حقيقت چې سي ای اې د مجاهدينو سره د ملاتړ پروګرام ، داسې پروګرام چې خليلي ورته تير لس کاله ځان وقف کړی و پای ورکوي، څرګند کړ. ما د خليلي سره د بيا ليدنې هيڅ هيله نه درلوده. زه په هغه حقيقت چې د خليلي سره به د راتلونکو شپږو کلونو پر مهال زما اړيکې دوام او بيا به هم ډېر اهميت لري، هيڅ نه وم پوهېدلای.