ګريوان

 
جنازه مې   د هر   ارمان  ووته
له دغه   چمه  په   خفګان  ووته
داسې يتيمه چيغه مې په غوږ شوه
لاړه!  او تر  اووم  اسمان   ووته
د غرب نه راغلې د بيلتون کرښه
دا  په  زړه  دې پښتونستان ووته
پښتونه ته به کله  پوه   شې  په دې
چې نور ساه  دې   له  ځان ووته
ما   که  ورکړه   تسلي   هر  څو
خوجدا اوښکه  له چشمان  ووته
ځکه    شو رقيب  خبر په  مونږه
چې کيسه د مينې  له جانان ووته
ستا په فراق کې د (همت)  جانانه
هره تڼۍ يې  له   ګريوان   ووته

کابل ،دريم مکروريان
داکتر هيواد همت