يادونه

دا  دنيا به  بيا دنيا شي
که درخو کلي ته راشي
د اشنا کوڅې به څه کړم
چې  اشناخپل نا اشنا شي
 د يار ذکر، د يار فکر
نور  فرضونه ټول  قضا شي
په کتو،کتو د لار ئې
ورځ  مې شپه ،شپه مې سبا شي
نور ئې مه پرېږدئ  يادونه
چې زما په لوري راشي
ساقي  !بس دومره کافي دي
هسې نه چې،څوک رسوا شي

پېښور   ١٣/١١/٢٠١٢