
اســانــه نــه وې ښــه پــه ګــرانــه ورځــې، شــپـې تــېـرېــدې
تـــه راتــــه ووایــــه جــــانــــانــــه پــــه تـــا ښـــې تـېــرېــدې
زمــا د اوښــــکو او بـــــاران پـــکـــې تــوپــیــر نـــه کـــیـــدو
د هــجـــران شــپــې یــواځـــې مــا بــانــدې ســړې تــېــرېــدې
زه تـــر هـــغـــې ومـــه ولاړ تـــر څــــو پــنــاه شـــوې رانـــه
کـــوچــیــانــو کــډې وړې پــه مــخــه مــې رمـــې تــېــرېــدې
یــــوې ویـــــل لـــــه مـــــــوره یـــو و بـــلــــې ډېــــــر وژړل
دوه ځـــــوانــې پــېــغــلې د شــهــيــد پــه مــقــبــرې تـېـريــدې
دېــرش کــالــه تــېــر شـوو انـقلاب لـه مـانـه هـېرې نـه شــوې
سـرتــورســــرونــه پــه تــورخــم کــې پــښــتــنــې تــېــرېــدې
چــا پــه دروغــو زیـری راوړو چـې ((غورځنګ)) رادرومـي
پــه مــا نــو هــغــه څــو لـمـحــې وې چـې خـوږې تــــېـرېــدې
صداقت ((غورځنګ))