لویدلې شیبې

داستړې ستړې دالویدلې شیبې،
دا بلاربې بلاربې دباروتو څپې،
داتورې تورې ویره وونکې وریځې،
دا داجل په اوښ سپرې لښکرې،
دا ماتې ماتې لاس تړلې هیلې،
دا رنګ الوتي،دا نازا فکرونه،
دا دابلیس په تمه ناستې دآرمان قافلې،
داشنډې لارې،
دا دخروپه لکۍ نښتي اوښان،
خدایږو منزل ته رسیدلی نه شی.
دا دبابا له غیږې،
زړې لویدلې نښې،
دا دشمشاد په ملا ماتې پرښې،
دا دسپین غر دزړه په وینو کې رنګ،
دسلیمان په جنازه ولاړې،
دا دپامیر بڅرکي،
دسیا کوه لیونیان،
دورځې نرخ ته ناڅي.
پرون په تیږو ولي
سباته نشی کتی.
دا را لویدلې هیلې،
دا دپردو فکرونه،
دا دښامار په ترحم کې ناستې،
دا بې وسۍ خوړلې،
دا دچیچڼوډلې،
دورانې ځالې،
رنګ الوتي بچیان،
دهیڅ په بیه پايي.
ش، حصین
لندن ۲۰۱۲کال
دنوامبراوومه