
څېړنه : شرف الدين (عظيمي)
دژوند په لومړيو کې چې کومه پوښتنه زموږ په ذهن کې ګرځي ګوندې دا وي چې موږ ولې ښونځي ته ځواوياهم ولې خپل ماشومان ورليږو؟ ددغې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې ليکوالو په دې اړه ډير کتابونه کښلي او کله کله خو د نظردخاوندانو ترمينځ لانجې هم پرې رامینځ ته شوي،زماموخه دغو ښکيلتياوو او د نظر توپيروالي ته ورننوتل ندي بلکې غواړم چې دغې پوهتنې ته یوه ښه ځواب وموم،زما په اند تر ټولو ښه او اسانه ځواب دغې موهيمې پوښتنې ته کيدای شې،داوي چې موږ خپل ماشومان انسان کيدو،داستعدادونوپياوړتيا،دژونددلاروچاروزده کولواويا هم په ټولنه کې د ښه کاراو ښه خدمت لپاره ښونځي ته لېږوپه بل عبارت موږ خپل ماشومان له دي امله ښونځي ته ليږو ترڅو وکولای شي چي يوه ښه اوروښانه راتلونکې ځان ته جوړه کړي،په هر حال راځو دې ته چې انسانکیدنه یا انساني اړيکې څه دي؟ او ځوانان دغه اړيکې څنګه ټينګې کړي؟
دانساني اړيکو مفهوم او پيژندنه
لمړی خو ووایم چې انساني اړيکې يو پراخه مفهوم لري چې، ددوتنو ،دوډلو ،ديوه تن او ډلې،ديوي ډلې اويوه تن اړيکې په کې راځي ، دغه اړيکې کيداې شي په بیلابیلو ډولونو لکه: رسمي،غيري رسمي،عمومي،خصوصي،ژبنۍ،غيرژبنۍ،عمودي،افقي او په څو اړخيزه توګه ټينګې شي،په عين حال کې امکان لري دا اړيکې په مختلفو ټولنيزو ،کلتوري ،سوداګريزو،حکومتي او ښوويزوچاپريالونو اوموقيعتونو کې ټينګې شي، ريس او برندت(Reese and Brandt )په(Effective Human Relation) د(اثرلرونکې انساني اړيکې) په نوم کتاب کې ليکي " انساني اړيکې په پراخه مفهوم دوګړو تر مينځ ټولي هغه راکړې ورکړې ،تيري،او کوښښونه دي چې ډليزي اړيکې هم پکې راځي د دې تعریف پر بنسټ مينه،کرکه،پخلاينه او غوسه هم دانساني اړيکو په محدوده کې راځي،ښې خبرې اترې، او همدارنګه لفظي شخړې هم په يو ډول نه يو ډول انساني اړيکې دي، چې په کورنيو او د ټولنې په وګړويو کې رامنځ ته کيږي .
رسول الله (ص) وايي : " دبندګانو له ډلې څخه خداي (ج)ته هغه څوک ډير نږدي دي چې د خداي (ج) بندګانوته نږدي وي" کانت چې يو لوي ارواپو ده وايي"نړي دومره پراخه ده چې کولی شو يو دبل تر څنک ژوند پکې وکړو او په دې بايد ډاډه وه اوسو چې يوه او بل ته دسر دردي دپيداکولو په کې هیڅ اړتيا نشته" د کانت له خبرو څخه دا نتيجه اخيستلاي شو چې دخداي (ج)پراخه ځمکه او لکونه پيرزوينې او نعمتونه چې د خداي په پراخه ځمکه کې پيداکيږي او شتون لري نه يوازي دا چي دانسانانو بلکي دنورو مخلوقاتو لپاره هم بسيا دي او اړتياوي يې پري پوره کيږي نو ولې لکه دي ګور چنجي پري وخرو ضرور خو دا ده چې يو له بله مينه سره وکړو ،يو بل ته درناوي ولرو،له خلکو (له نورو انسانانو سره)ښې اړيکې ټينګې کړو ،او يو بل ته نږدې شو او پرې نږدو چې په مينځ کې مو فاصلې پيدا شي يا هم يوه اوبل ته ستونزي اوسرخوږي را راولاړ کړو .
ډير ځلي ځوانان له نورو وګړو سره دښوانساني اړيکو دهيلو په درلودلو سره ژوند تيروي او کله کله خو له هغوي څخه داسي جملې هم اوريدل کيږي چې دنورو طبقو خلک په ريښتيني ډول مونږ نشي درک کولی د روان پوهانو په نظر دشاوخوا (خکلو) اړيکې له ځوان نسل سره په لاندې شپږو نمونو کې تحقق مومي :
لمړی - دپيژندګلوي اړيکه: مونږ تر کومې کچې پوري ځوان پيژنو؟ مور پلار او ښونکی ترکومې توانيدلی چې دځوان نسل له رمزه ډکي دنيا ته ننوزي؟
دویم - عاطفي اړيکه: زموږ عاطفي کړه وړه بايد په ريښتينې توګه وښي چې موږ له ځوانانو سره مينه او علاقه لرو تر څو دوی ډاډ شي او وکولای شي چې خپل رښتيني او پاک احساسات له مونږ سره مخامخ شريک کړي .
دریم - ژبنۍ اړيکه:په دې برخه کې چې هرڅومره موږ له ځوانانو سره په ګټورو او دوستانه خبرو پيل کو په هماغه اندازه دغه اړيکي دځوانانو دپوهاوي لپاره ديوه ګام پر مخ تګ په مانا دي چې دهغوی پر لوري یې اخلو ، ژبنۍ اړيکه له ځوانانو سره ددې لامل کيدای شي چې دهغوی له خبرو دهغوی له ستونزو او سختيو څخه خبر شو ، هغوی د خبرو له لارې وه پوهو چې هيواد له هغوی څخه څه هيلې اوتمې لري بله داچې دخبرو له لارې دوی پوهوی شو چې موږ له هغوی سره څومره مينه لرو.
څلورم - هڅوونکې اړيکه:ډیری وخت ځوانان په هغه کچه چې برالي دي په هماغه کچه دکورنۍ او نږدې خپلوانو له خوا وهڅول شي نو دغه هڅونې به د ځوانانو لپاره دلنډ او اوږ محال لپاره ډيرې ګټوري پایلې ولري او د اغيزې (تاثير) له اړخه به هم ډير اهميت ولري،ددې واقعيت منل چې ډېری ځوانان له چاپريالي هڅونو څخه انګيزه اخلي موږ دې ته اړ باسي چې له هغوی سره ښه سلوک اوښه رفتار وکړو.
پنځم - مشورتي اړيکه:ځوانان د دې غوښتوونکي دي چې ديوه مشورتي شخصت په څير دکورنۍ او دښونځي له ښوونکو سره ګډون ولري تر څو خپل ذاتي برياليتوبونه څرګند او پیاوړي کړي او سربيره پر دې وکولای شي د اړتيا په وخت کې له خپلو شاوخواخلکوسره مشورې هم وکړي .
دغه اړيکي کولای شي چې يوه مطلوبه انساني فضاه چې يو اوبل ته پکې درناوی کيږي حاکمه کړي تر څو دوی (ځوانان) هم وکولای شي دمشورو له فرصته ګټه پورته کړي .
شپږم – الګویي آړيکه: دنن ورځې ځوانان دسبا پوره ښځې اوسړي دي اودخپل نظر وړ شخصيت لاسته راوړلو لپاره غواړي چې دخپلې خوښې پوره ښکلی شخصيت په انسانانو کې دځان په اړوند غوره کړي او ولټوي ددې واقعيت منل چې د ليدو حافظه داوريدو له حافظې څخه دوامداره ده د ځوانانو شاوخوا وګړي یو موټی کولو ته رابلي تر هغې چې نه يوازې داچې له ژبنيو لارو څخه د شخصيت د جوړولو په زيار کې وه اوسي بلکې له عملي کړووړ او رفتار څخه يې هم ورته وهڅوي او تر غيب یې کړي دبیلګې په ډول يو سړی غواړي چې دخپلې خوې د شخصيت په څير وه اوسي او هماغه شان چې د هغه ايډیال يا دخوښې شخصيت وي په هماغه شان خپل شخصيت هم وټاکي نوښکاره خبره ده چې دغو ټولو موخو ته رسيدل انساني اړيکو ته اړتيا لري او دهمدغو اړيکو له لارې کولای شو چې خپلو موخو ته ورسيږوز .
لنډه دا چې اړيکې په هر ډول دانسانانو دژوند يوه برخه جوړوي او ددې لپاره چې انسانان او په ځانګړې توګه ځوانان يو له بله ښې اړيکې سره پيدا کړي له ميندو پلرونو ،ښوونکو ،او نورو هغو مشرانو څخه چې دکورنيو ، ښونځيو،ګوندونو ټولنو قومونو سیمو ولایتونو او داسې نورو په سر کې شتون لري هيله لرم چې ځوانان خپلو شومو موخو ته په رسيدو يوله بله سره لرې نکړي اود هغوي په مينځ کي دي اړيکي نه کمزورې کوي بلکې داړيکو پيداکولو او پياوړتياته دې وهڅوي ترڅو يو له بله انس سره واخلي اويو بل ته نږدې شي. دروان پوهانو په نظرځوانان تربل هرچا يوبل ته ډيره اړتيا لري دغه اړيکي يا په بله مانا ارطباتات دټولو انسانانو په ګټه دي اوزه نه يوازي دخپل هيواد ځوانانو بلکي دي نړۍ ټولو ځوانانو ته دا پيغام لرم چې اې ګرانو تکړوو او پياوړيو ځوانانو څومره ګټه چي په يوالي ،ورور ولۍ اوله يوه او بل سره په ښو او انساني اړيکو کې شته هغومره ګټه په يوازيتوب او له يوه او بل سره په بيلتون يا داړيکو په شکولو کې نشته نو سره يو شي او نوښت را مينځ ته کړي.
پایلیکونه :
۱- میر کمالي ،دکتر سیدمحمد ،روابط انساني در آموزشگاه ،چاپ ۱۳۸۰ ، ص ۱۴ ، ۲۱، ۲۲، ۲۶.
۲ـ شرفي ، محمد رضا ، جوان و نیروی چهارم زندگی ( اراده خود ساز شخصیت ) چاپ ۱۳۸۱تهران ، ص ۲۹، ۳۰ ، ۳۱ .