لټون اوهڅه دکاميابۍ زيري لري

که نن ورځ دنړۍ پرمختللوهيوادونوخلکوته وګورو،هغوی په هره برخه کې پرمختګ او ارزښتناک يون کړی اويايي د نوي تکنالوژۍ په مټ نوي دونياجوړه کړې ، مالوميږي چې هغوی په دغه نويو موندونو پسې شپه اوورځ لټون او ريسرچ  کړی ، دوی شپه اوورځ لمر اويخني منلې خودنويوپرمختګونوخيالونه يې هيڅکه هم له پامه نه دي غورځولي ، ځکه چې دوی علم ترلاسه کولووروسته نوي فکري نړۍ اودونيا ته لاره موندلې اوپه نوي لاره مزل يې لومړۍ غوښتنه ده . خوزمونږ په ټولنه کې داهغه مهال کيدی شي چې يوتن لومړی دعلم په باارزښته ګانه ځان سمبال کړي اوبيا دنوي فکري او نوښتي نړۍ  د نويو بدلونونو په هکله ژور فکر وکړي اودنورې نړۍ په څيرنوي لاره اونوي کار، لومړی لټون اوهدف ټاکوونکي جوړشي .
   وايي  يووخت ديوه تن روښان فکرڅخه چا پوښتنه وکړه چې تاسي ولې دخپلې سيمې خلک هرسهاروختي دچای خوړلووړاندې په خپلوکې دکارپه هکله نوي فکرکولوته رابولې ؟ هغه ورته وويل چې په داسې کولوسره مونږدبلې وروسته پاتې ټولنې خلکوسره توپيرپيداکړی  ځکه چې هغوی تل شپه او ورځ د يوبل په وژلو صرفه نه کوي خودغې ټولنې چې نوروته دڅه نوي ورښودلوپه موخه يې نورو ته د يوڅه په ميراث پريښودلو تکل کړی ، نوي دونيا اونوي نړۍ ده اودکړاونوڅخه يې په اسانه توګه دخلاصون لاره موندلې . خوافسوس دهغوپرحال چې تل يې ددغه نوي پرمختللي نړۍ په بل لوري چې ناپوهي ،درد ،غم اودتياروپه لوري تګ دی خپله کړنلاره غوره کړې ، نوروته کندې کيندي اويايې پکې خپلې د ناپوهۍ نيلی زغلولی . ددغه روښان فکر خبرو نه مالوميږي چې هغوي نوروته څه ورښودل دځا ن وياړبولي مګر دنورو تربګنۍ نه ويره لري اوياپري هډوپوهيږي هم نه. کله چې اوس پوه شو چې دانسانانو ښه اوغوره ژوند په لټون اوهڅه کې دی نوپه کار ده چې مونږافغانان هم وروسته له دې دنورو په څير هروخت  سبااوبيګاه په نوي موندنو اولاسته رواړنو فکروکړواوهم تل هغه څه ولټوو چې انسان يې له ډېرپخواڅخه دموندلو ،لټولو او پيداکولوپه هڅه کې دي .
   نورو ټولنونن ورځ ځان سپوږمۍ او نورو ستورو ته رسولی  اوپه بله دويناکې څيړنې کوي . دپرمختللو ټولنو خلک که هرنوښت  ښه ګڼي ، ژر ترژره يې په خپله ټولنه کې رواجوي او دوی د راتلونکي نسل لپاره تل پيغام اوښه ميراث لري .
    ددغو خبرو پايله او ماناداده چې دنړۍ پرمخ هر انسان  بايد دخپل راتلونکي نوي ځای نيونکي په هکله په ژوره توګه په فکري نړۍ کې ډوب پاتې شي اوتل دهغه څه په لټه کې هڅاندپاتې شي چې دبشرغوښتنه او ورته داسانتياوو مينځته راوړل دي .
  دافغانانو دنويوپرمختګونواونويوروښانه فکري قوت په تمه .
 ستاسې وړوکی ورور: زرولي خان (( خوشنود ))
د خوست وﻻيت