
يوه کليوال سړي په ښار کې يو اشنا درلوده او يوځلې يې دغه اشنا ته يوه چرګه ډالۍ کړي وه.
دغه کليوال به ، چې هرځلې ښار ته وﻻړ نو اشنا کره به ورغی اودچرګې پوښتنه به يې کوله ، چې هګۍ کوي که نه اوپه دې توګه غرمه به يې ورسره وکړه او دشپې به هم هلته پاتې شو .
ښاري ددغه کليوال نه په تنګ شو او ديوې چارې په فکرکې شو . څو ورځې نه وې تيرې ، چې کليوال بيا دغرمې ډوډۍ په مهال ځان ورته راورسوه . دډوډۍ خوړلو وروسته يې ښاري اشنا نه بيا دچرګې تپوس وکړ . ښاري اشنا هم په تنده لهجه ورته وويل ، چې دا اوس دغرمې ډوډۍ دې چې وخوړه دا هغه چرګه وه ، چې تا راوړي وه او ګوره چې بيا دچرګې پوښتنه ونه کړې ! او که نه داځل به د چرګې پرځای خپل ځان وخورې !!!