
۲۰/ ۱۰ /۲۰۰۸ الجزيره
ليکوال :عبد الستار قاسم
-دروسيې هيلې
-څو قطبي کيدل نظريه که اړتيا
-پوځي او اقتصادي شونتياوې
-هغه هيوادونه چې مخامخ په قطبي کيدو کې ښکيل دي
-نړيواله مالي ستونزه
کله چې روسيې پر ګرجستان بريد وکړ اوهلته يې خپلې موخې ترلاسه کړې، ډيری خلک هيلمن او ډير بيا وارخطا وو ، همدغه مهال دلويديځ مطبوعاتو او چارواکو دروسيې ددغه بريد غندنه کوله .
دامريکا متحده ايالاتو پر وړاندې ديو سيال قطب رامنځ ته کيدل که په نړۍ کې ځينې خلک هيلمن کړي وو ځينې نوربيا په دې انديښمن وو،چې روسيه له مودې راهيسې چپه خوله وه او اوس په دومره ځواک سره خپل دنفوذ او اوځواک احتکار ماتوي چې هيله يې نه کيدله.
ډيری خلک پرنړۍ دامريکا دمتحده ايالاتو له پراخ برلاسي څخه ستړي شوي همدارنګه ددوی ظلم هم نور خلک تر پزې راوستي ،ځينې خلک بيا دروسيې کړنو ته دمتحده ايالاتو دکلتوري او فکري ګټو پر وړاندې دخنډ په سترګه ګوري ،چې دروسيې همدغه دريځ دامريکايانو دمخالفينو په منځ کې خورا ډير محبوبيت پيدا کړی .
دعربي نړۍ ځينوکلتوري کړيو هم دروسي دبريد هرکلی وکړ داپه دې نه چې ګواکې دوی له جورجيا سره کومه دښمني لري بلکې دددوی هرکلی دامريکا متحده ايالاتو اوپه ټوله کې دلويديځ دبرلاسۍ پر وړاندې غبرګون په خاطر و ،دروسيې نوي هڅې ته يې په داسې نظر کتل چې ښايې روسيه به نور له غاره راوځي او دخپل تير برم دبيرته لاسته راوړلو هڅه به کوی .
پوښتنه داده : روسيه چې څه کوي ايا په ريښتيا دنړۍ ديوقطب څخه دخلاصۍ هڅې دي ؟
دروسيې هيلې
مخکې له دې چې په نړيواله کچه دقطبي کيدو په راتلونکي وغږيږو ښه به داوي چې داوڅيړو چې ايا روسيه په ريښتيا داهيله لري چې دمتحده ايالاتو پر وړاندې ديوسيال قطب په توګه راڅرګنده شي او که څنګه ؟
دا امکان لري چې روسيه به دامريکا پر وړاندې دقطبي کيدو ليوالتيا ونه لري او يا دې په نړيواله کچه دامريکا سره په نړيوالو موضوعاتو کې مرسته وکړي ،خو دا هم امکان لري چې روسيه به يوازي دخپل ځان ددفاع په موخه پوځي امسا ته لاس اچولی وي کله چې روسيې پر ګورجستان بريد وکړ ، او امريکا ته يې پيغام ورکړ چې نور دې نو دروسيې سرحدونو ته نه رانږدي کيږي ، دا هم امکان لري چې روسيې به په دغه بريد سره دخپل ځواک ښودنه کوله .
داسې اټکل نه کيږي چې دروسيې ولسمشر په ډاګه داسې وينا وکړي چې ورڅخه ثابته شي چې روسيه غواړي دامريکا پر وړاندې دسيال په توګه راڅرګنده شي مګر څارونکي دروسيي ورته هيلې ـ دنوموړي هيواد له هغو سياستونو اوکړنو چې دهيواد له پولو ها خوا يې ترسره کوي ـ څخه انګيري .
ځينې نښانې شته چې دروسيې دهيلو، چې غواړي په نړيواله کچه يو ځل بيا مطرح شي،څرګندويي کوي چې په لاندې توګه دي:
۱ـ پولينډ ته له دې امله ، چې که په خاوره يې دامريکايې توغنديو دنصبولو کار پيل شي ، داتومي وسلو په اړه د خبرداري ورکول. داسې هم نده چې دابه ژبنۍ تيروتنه وي ،اونه هم کومه تيره خاطره ده بلکې له همدې څخه بايد د روسيې پر موخو پوه شو، ښايي روسيه داتومي وسلو داستعمال هوډ ونه لري مګر دا ورڅخه څرګنديدای شي چې دروسيې چارواکي دامريکا دتوغنديو ددفاعي سيستم دګواښ پر وړاندې څومره جدي دي، ورته ګواښونه له دواړو امريکا او روسيې څخه غواړي چې د نړيوال دريځ ، وړتيا او برم له پلوه داثابته کړي چې ددې وړتيا لري چې په نړيواله کچه مخکښه واوسي .
۲- دروسيې اعلان چې په ګرجستان کې اسراييلي وسلې ترلاسه شوي ، داپه دې مانا دي چې اسراييل غواړي دروسيې ګاونډي هيوادونه دروسيې پروړاندې راپورته کړي په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چې اسراييل تمه لري چې پر ايران دهوايي بريد په ترڅ کې دوی ته لوژيستکي اسانتياوي برابرې کړی شي.
دروسيې ورته اعلان په ضمني توګه ددې څرګندويي کوي چې داسراييلو پر وړاندې سوله ييز دريځ نه لري ، بلکې دا پر اسراييلو نيوکې او دهغو سياستونو مخالفت دی چې دايران پرضد يې نوموړی هيواد لري ، داخو نو معلومه ده چې اسراييل او امريکا يو دي که يو ته کوم ګواښ رامنځ ته کيږي دويم يې دغه ګواښ خپل ګڼي .
۳- مسکو اعلان کړی چې داسې نوي توغندي يې جوړ کړي چي له يوې وچې (قارې) دتيريدو او اتومي کوپړيو دليږد وړتيا لري همدارنګه درادار پر سيستم هم مجهزدي ، بل خوا روسيې اعلان کړی چې دراتلونکو پنځو کالونو لپاره يې خپل اتومي اوپوځي پلان بشپړ کړی ، له دې دا معلوميږي چې روسيه اوس په دې کار کوي چې خپل پوځي او اتومي وړتيا لا پسې غښتلې کړي.
۴- د وينزويلا په بندرګاه کې دروسيې دځينو بيړيو ښکاره کيدل چې دمتحده ايالاتو پروړاندې يې يو چلينج هم بللی شو، ځکه دغه سيمه دامريکا دنفوذ سيمه ده او دبل سيال رامنځ ته کيدل ورته په دغه سيمه کې يو ګواښ دی
۵- پر ايران دبنديزونو په اړه دامريکې دغوښتنو ردول.
دا او دې ته له ورته نښو نښانو څرګنديږي چې روسيه غواړي په ملي اونړيواله کچه ځان يوځل بيا مطرح کړي خو دابه ستونزمنه وي وويل شي، چې روسيې دا پريکړه کړې چې نور نو چپ نه شي پاتې کيدلای .
قطبي کيدل نظريه که اړتيا ؟
هغه څوک چې غواړي او يا هیله لري چې مشر ووسي بايد دمشرۍ ځينې ځانګړتياوې ولري او ددغو ځانګړنولرل مهم ځکه دي ،چې له همدغو ځانګړنوڅخه دنوموړي مشر فکري او کلتوري تمايلات معلوميږي ځکه مشر اړ دی هغه چا ته چې غواړي مشري يې وکړي خپله تګلاره ، خپل مسوليتونه اوځانګړنې په ډاګه بيان کړی شي
دبيلګې په توګه ديو انقلاب مشر خلکو ته واضح کوي چې ولې دانقلاب راوستل ضروري دي همدارنګه دانقلاب موخې ،ځينې تګلارې او وسايل بايد دمشر له خوا بيان شي ، له دې وروسته په ځان دخلکو دراټولولو هڅې کيږي ، ورته مسوليتونه ديو هيواد اويوې ډلې مشر هم لري .
که روسيه ليوالتيا لري چې دنوي قطب په بڼه راڅرګنده شي ، نو بايد ولسونو ته رجوع وکړي او دوی قانع کړي چې روسيه غواړي له څه دفاع وکړي ؟او دکومو موخو دلاسته راوړنې هڅې کوي، روسيه بايد په نړيواله کچه داسې موخې ، فلسفه او نظریه ولري چې وکولاي شي دنړۍ ولسونه پرځان راټول کړي او ددوی تاييد ترلاسه کړي او دې ته يې چمتو کړي که ددوی ملاتړ نه کوي لږ ترلږه مخالفت خو يې ونه کړي.دبيلګې په توګه روسيه بايد دهغه ولسونو تر څنګ ودريږي او ددوی دحقوقو غوښتونکې شي چې ظلم ورباندې کيږي دعربو ،فلسطني اوعراقي ولسونو پر وړاندې دروانو ظلمونو مخنيوی وکړي ، نړۍ ته داثابته کړي چې ظلم يعنې څه ! دظلم تعریف ،وسايل او لاملونه په ډاګه کړي په ځانګړې توګه دمتحده ايالاتو نا انډوله پاليسي چې ددغه سيمې وګړي يې انديښمن کړي.
يا خو دې روسيه دامريکايي نړيوالتوب چې خپله امريکا ترې ګټه پورته کوي او کمزري ولسونه ور څخه متضرره کيږي مخنيوی وکړي ، دهر امت داصيلو ځانګړتياوو پر ساتنه دې ټينګار وکړي نه دا چې يوازي ديو کلتور او ثقافت تر سيوري لاندې راشي .
روسيه بايد نړیوال مالي نظام ته نوي او رغنده وړانديزونه ولري چې نړيوال نړيدلی مالي نظام بيرته په پښو ودريږي او نړيوال ستر شرکتونه هم بايد ورته ژمن واوسي .
داخو منل شوي چې امريکا اوس دنړۍ په رهبرۍ کې پاتې راغلې خو که روسيه ليوالتيا لري چې دغه لوبې ته راودانګي نو دا ورته اړينه ده چې يوه داسې نظريه ولري چې نړيوال قانع کړی شي چې اياپه ريښتنې توګه روسيه داوړتيا لري چې دامريکا ځاي ناستې شي؟ .
اقتصادي او پوځي شونتياوې
په پښتو کې متل دی : چې اوښان ساتې دروازې به لوړې ږدې . همدارنګه هر هغه هيواد چې غواړي ديوقطب په توګه رامنځ ته شي ، لومړی بايد يو بډای هيواد وي چې خپلو ملګرو ته دتنګسې په وخت کې دمرستې لاس وغځولی شی او که پر دوستانو يې بريد کيږي نوبايد ورڅخه ددفاع وړتيا ولري ، حتی داوړتيا هم ولري چې داړتيا په صورت کې ځينې هيوادونه دخپلو مالي امکاناتو نه په ګټه اخېستو سره دځان ملګري کړی شي ، داخو منو چې روسيه دمتحده ايالاتو په پرتله کم مالي امکانات لري ، مګر دا هيله خو ورڅخه کيدلای شي ،چې په پوځې ډګر کې خپلو متحدينو ته دمرستې لاس ورغځوي .
ايا روسيه دومره مالي اواقتصادي امکانات لري چې دقطبي کيدو چپن واغوندي ، صحيح ده ، چې دنفتو او ګازو دبيې لوړوالي دروسيې پر اقتصاد مثبته اغيزه کړې او ددغه هيواد دخل ته يې يو څه پيسې وراچولي . اوس روسيه دتير په څير لويديځ ته دومره اړه نده خو لا هم وختي دي چې ووايو ، چې روسيه دهغو روسانو چې دفقر دکرښې لاندې ژوند کوي غوښتنو ته مثبت ځواب ويلای شي ، ځکه روسيه لا هم دودې په حال کې ده اود ا هرڅه به وخت ته اړتيا ولري څو سم شي .
روسيه لاهم کورنۍ اقتصادي ستونزې ګالي نو دنړيوالو ستونزو حل ته لاس غځول به ورته دومره اسانه هم نه وي څو مره چې فکر کيږي ، روسيه داقتصاد د ودې لپاره يو لړ ننګونې په مخ کې لري خو که په همدغه بڼه په نړيواله کچه دخپل اقتصادي نظام دبيارغونې په پروسه کې پر مخ ولاړه شي ،ښايي يوڅه لاسته راوړنې ولري ،خو روسيه نشي کولای خپل بازارونه دنړيوالې سوداګرۍ پر وړاندې په بشپړه توګه پرانيستې پريږدي ، همدارنګه بند ساتل يې هم ورته په ګټه نه دي . ځکه خو ويلای شو چې اقتصادي ننګونې به روسيه دقطبي کيدو له خوبونو مصروفه کړي ، خو هغه څه چې له روسيې سره په دغه برخه کې مرسته کولای شي هغه دنورو کلتورونواو دنورو ټولنو په داخلي چارو کې دامريکا مداخلې دي چې کولای شي دغه موضوع لا پسې وپړسوي او دخلکو غوږونو ته يې په ماهرانه توګه ورسوي .
مخامخ په قطبي کيدو کې ښکيل هيوادونه
هغه څه چې دروسيې داهوډ ورڅخه ثابتيدای شي چې نوموړی هيواد غواړي ديو قطب په توګه رامنځ ته شي دهغو هيوادونو او ډلو سره ددغه هيواد اړيکې دي چې دامريکا دسياستونو او تګلارو مخالفت کوي .
که روسيه په دې کې جدي وي چې دامريکا دزبرځواکۍ لمن راټوله کړي نو دا هيله هم کيدلای شي چې دامريکا پر وړاندې عراقي مقاومت ته دمرستې لاس وروغځوي ، دايران ډيپلوماټيک ملاتړ دې وکړي او همدارنګه دوينزويلا پر وړاندې فشارونو په راکمولو کې دي لاس وکړي
ځينې نور ټکي هم شته چې روسيه ورڅخه په دې برخه کې ګټه اخيستلای شي دسوريې بغاوت ، دشمالي کوريا اتومي لانجه ، کيوبا .. همدارنګه ځينې ډلې لکه حماس ، حزب الله .. دغه ټولو ته د روسيې ورنږدې کيدل په نړيواله کچه دامريکا دتګلارو اوسياستونو سره ددغو خلکو له مخالفت څخه په ګټه اخستنې کيدلای شي .
که روسيه غواړي چې خبره يې په نړيواله کچه واوريدلای شي نو لاندې ټکي دې په نظر کې ونيسي :
اعلان دې وکړي چې حزب الله لکه څرنګه چې متحده ايالات فکر کوي يو ترهګر سازمان نه دی ، بلکې دغه سازمان ديولړ مشروع حقونو پر بنسټ داسراييلو سره په جګړه ښکيل دی . همدارنګه حماس هم يو ازادي غوښتونکي سازمان دي چې اوسمهال داسراييلو لخوا په غزا کې کلابند دی او دغه کلابندي بايد نوره ختمه شي ، که روسيه داکار وکړي نو دا به ددغه ډلو ليوالتيا دروسيې لوري ته نوره هم ډيره کړي او دا هغه څه دي چې دامريکا متحده ايالات يې نه غواړی ، نور هيوادونه به هم دې ته وهڅول شي چې امريکا سره په خپل دريځ له سره غور وکړي ، او که دعربي هيوادنو پر وړاندې روسيه خپله پالسي په دغه بنسټ جوړه کړي دابه په دې مانا وي چې روسيې ټوله عربي نړۍ په خپله خوا کې درولې ځکه دخليجي هيوادونو پرته ټوله عربي نړۍ دامريکا له سياستونو او تګلارو کرکه لری البته ولسونه يې .
نړيواله مالي ستونزه
امريکا چې اوسمهال دمالي بحران سره لاس اوګريوان ده ملګري يې هم داپړه پر دوی وراچوي چې دهمدوي دخرابو پاليسيو او ناکامه ادارې دکړنو له امله نړيوال مالي بحران رامنځ ته شوی
نړۍ به اوس دامريکا مالي چارواکي ننګوي او دابه ورڅخه غواړي چې په مالي اواقتصادي سيستم کې دې اساسي اوپراخ تغيرات رامنځ ته شي امريکا هم بايد داومني ، چې دنړيوال مالي بحران څخه راووځي.
روسيه له دغه فرصته هم ګټه پورته کولای شي چې دغه ستونزه په خپله ګټه راو څرخوي او په دې ټينګار وکړي چې همدغه نظام و چې امريکا غوښتل په پلي کولو سره يې پر نړۍ واکمني وکړي