غزل

تاسو احسان ر اباندې وکړﺉ جانان مه يادوﺉ
ماته مې اوښکې شي رايادې باران مه يادوﺉ

مونږ ورور وژنه او ځان ځاني که دوام داره ساتو
ځو پښتانه به جهنم ته هندوان مه يادوﺉ

خپو نه مې ساه وځي جهان راباندي ټول راتنګ شي
په ما بل شان حالت راشي زندان مه يادوﺉ

په توره شپه کې په دې لاره باندې پټ تير شوي
څو مسافر ورته راياد شي کاروان مه يادوﺉ

له مودو پس زمونږه کور کې خوشحالي راغلې
نن خو يې پريږدﺉ خير دی نن خو خفګان مه يادوﺉ

دې جوارګر اشنا يې دې نه څه په چل وړی دی
دا خفه کيږي دې جينۍ ته پيزوان مه يادوﺉ

په تناره يې بنډار جوړ وو، يو يې دا اوويل
ګورﺉ خبرو کې غورځنګ نوم د ځوان مه ياوﺉ

                  صداقت غورځنګ