نړيوال اقتصادي كړكېچ

             
له كومي ورځي چې امريكا د ترهګرۍ په ضد جګړي اعلان كړي، د هماغي ورځي راپديخوا يې اقتصادي انډول  كاوكه او مخ په ځوړ يې يون پيل كړي.كه څه هم امريكا لدې مخكې هم د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شوي ؤه،خو ورسره جوخت يې د  خلاصي لارې چارې هم پيداكړي وي،  دا ځل يې د ستونزو څنګه والي اوڅرنګوالي د تير سره توپير لري او په نږدي راتلونكې كې يې د حل څه څرك نه تر سترګو كېږي. ستونزې څه په ناڅاپي ډول ندې رابرسيره شوي،د اقتصادي چارو كار پوهانو  لا پخوا د اقتصادي كړكېچ پايلي له  دولتي چارواكو سره شريكې كړي وي، او په اقتصادي پاليسي   كې يې د بيا كتني غوښتنه كوله، دولتي چارواكو يې د غوښتني منل خو پريده ځني يې د  دندې پريښودلو ته هم اړ كړل.
ستونزه كه څه هم له امريكا پيل شوه، خو تر امريكا پوري محدوده پاتي نه شوه نوره نړي يې هم په خپل ګورت كې راونغښتله، ځكه د امريكا د اقتصاد سيوري په نوره نړي هم خپور دې، او لس په سلو كې د نړي اقتصاد يې خپل كړي، نو ښكاره خبره ده كه د امريكا اقتصاد ته څه ټكان رسيږي نوره نړي به هم د ځان سره خوځوي، ځيني اقتصاد پوهان پرځاي وايې كه د امريكا اقتصاد ناروغ شي د نوري نړي اقتصاد ته هم زكام رسيږي.
د ستونزې د پيداكېدو په هكله كارپوهان بيلا بيل لاملونه ښئ، خو ځني عمده لاملونو ته يې ډېري ګوته نيسي او لاملونو يو له بل سره تړلي بولي.
(۱) د كلنټن د اداري تر وخته امريكا د پانګه والو قبله ګڼل كېده، هر پانګه لرونكې امريكا كې پانګي اچوني ته ليوال ؤه،امريكا هم پدې هڅه كې وه تر څو د نړي وتلي څټي هغه كه په مالي او يا عقلي لحاظ وي خپل كړي، خو څه موده وروسته په نړي كې صنعتي اوښتون (انقلاب) پيل  شو او هر دولت د خپل صنعت د غوړيدو هڅي پيل كړي ان چې يو وخت يابان په صنعت كې ځان د امريكا سيال او په ځني مواردو كې پښه هم تري واړوله،د   چين صادراتو هم په  امريكا كې بازار وموند، هغه پانګه وال چې امريكا كې پانګي اچوني ته ليوال ؤه پخپل كور كې يې د پانګي اچوني ځاي وموند، امريكا د پيدا كونكې دولت نه مصرف كونكې دولت ته وګرځيده چې داد اقتصادي كمزورتيا ستر لامل دې.
(۲) د امريكا اقتصاد د وسلي په مټ مخ په وده دې،هغه كه د وسلي پلورل دي او يا كارول، اوس د نړي ستر وسله پلورونكې هيواد امريكا او پيرودونكې چين دې. د ترهګرۍ په وړاندي د جنګ اعلان، په افغانستان او عراق كې ښكلتيا د اقتصادي ودي مخه ډپ كړي،كومو موخو لپاره يې چې پر عراق باندې يرغل كړي ؤۀ هغه ورته ناشوني شوي، د لګښتونو اټكل ناسم وخوت او كچه يې دري تريليون (يو تريليون زر مليارده) ته پورته شوه دا هغه كچه ده چې امريكا يې هيڅ طمعه نه لرله.
(۳) كه څه وړاندي مو هم وويل چې لاملونه سره تړلي دې، دريم لامل د ډالرد ارزښت كميدل دې  ؤه  اوس يې هغه ارزښت ندې پاتي.(THE KING OF                        CURRENCY) يو وخت كه ډالر 
د روسي پوخواني ولس مشر ولاديمرپوټين وايې: نور د ډالر وخت لاړ،پخوا كه سوداګرو په ډاډه زړه خپلي راكړي وركړي پري كولي اوس پكې ټكني دي او د بديل په اړه فكرونه كوي.
اوسني اقتصادي كړكېچ په داسي وخت كې سر راپورته كړ چې ټوله نړي د نړيوالتوب سره اشنا  شوي ده، كه د نړي په يو ګوټ كې څه پيښه منځ ته راځي بل ګوټ به هرومرو متاثره كېږي،همداسي د امريكا اقتصادي كړكېچ تر امريكا پوري محدود پاتي نشوه، تر امريكا وروسته اروپايي بانكونه او بيا د اسيآ ستر بانكونه يې د افلاس كندي ته ټيله كړل.كړكېچ په ټولنيز او فردي ډول نړي وځپله ځكه خو د ايران روحاني  مشر رفسنجاني دوهم سونامي وباله.
څومره چې كړكېچ دروند دې، همدارنګه به يې پايلي تر ډېره نړي وځوروي، ځني لومړنيو پايلو خو وار له مخه سررا ټوكولي د بيلګي په توګه يو ۴۵ كلن اروپايي د خپلۍ كورنۍ د پنځو تنو د وژلو وروسته ځان وواژه، د وژلو د مخه يې ليك پريښي ؤه او دا يې منلي وه چې اقتصادي ستونزو دې كار ته اړ كړم.....  او ځني معتبرو سرچنيو يې د نورو پايلو  وړاند ويينه هم  كړي ده.د ملګرو ملتونو سازمان وايې: اوسني اقتصادي كړكېچ به  دو ميلونه وګړي بي روزګاره كړي، د مزدورانونړيوال سازمان وايې: په ۱۹۹۷ م د وګړو د بي كاري كچه ۱۹۰ ميليونه ؤه چې اوس به دا كچه ۲۱۰ ميليونوته لوړه شي، دا هغه كچه ده چې په تير كې هيڅ ساري ندې ليدل شوي.سم لاسي پايله خو يې دا شوه، دا هم د يادلو وړده، د هغه كسانو چې ورځني عايد يې له يو ډالر ځني كم دې ۴۰ ميلينو ته لوړ شي او د هغو چې له دو ډالرو دې كېداشي ۱۰۰ ميليونه ته ورسيږي.
كه څه هم له ستونزې د وتو هلي ځلي رواني دي چې ښه بيلګه يې د امريكا  حكومت بانكونو ته د 700 بيليون ډالرود ساتني د پلان منظوري ده، چې ورته ګام اروپايي ورپسي اسيايي بانكونو هم پورته كړ. كارپوهان داد ستونزې حل  نه بولي  داد  درد ارامولو  معنى لري نه د رغولو او غواړي چې ستونزې اصلي ريښي راوسپړل شي، ځني علماء يې حل په ګوته كړي د هغوي د ډلي نه ستر دنيي عالم ډ يوسف عبدالله القرضاوي دې هغه پدې اند دې چې ستونزه اصلا د پانګوني په سستم كې ده هغه وايې: د پانګوني سيستم يو ناكام سيستم دې د وخت غوښتونو ته ځواب نه شي ويلاي  نړي بايد اسلامي اقتصاد ته وده وركړي.ځني نور د اند  خاوندان  هم ورته نظر لري چې د هغوي له ډلي نه د ليجورنال دفينانس مشر رولانډ  لاسكېن د( ايا وال سټريټ د اسلامي اصولو جوګه دې) عنوان لاندي ليكنه كې په زغرده د مالي نظام    په اسلامي اصولو د درولو غوښتنه كوي، هغه پدې هم پوه دې چې اسلامي اصول د لويديز د كلتور سره په ټكر كې دې خوهغه بل حل نه ويني.همدارنګه فرانسوي ليكوال بيوفيل ونسينټ د خپلي مجلي سر ليكنه د (پاپ او قران ) تر سر ليك مضون باندې پيلوي،د پانګوني د نظام اخلاقو ته د سوالي ټكې ږدي،ليكوال پاپ پنډيكټ شپاړس ځانته مخاطبه وي او ورته وايې (زه پدې ګروه يم، دې ستونزه كې موږ له بل هر چا زيات د انجيل پر ځاي د قران كريم لوستلو ته اړ ي، تر څو پدې وپوهيږو چې موږ او زمونږ بانكونو ته څه پيښيږي، هغه كسان چې زمونږ د بانكونو واګي يې په لاس كې دې كه د قران كريم د حكمونو احترام كړي او هغه يې عملي كړي  واي نن به موږ ددې ستونزې سره هيڅ لاس  او ګريوان شوي نه واي! ځكه پيسي خو پيسي نه زيږوي).همدارنګه د اسلامي اقتصاد كارپوه ډاكټر حسين شحاته مسلمانانو ته زيري وركوي چې نور د پانګوالي سيستم پاي ته ورسيد او پر ځاي به يې اسلامي اقتصاد وده وكړي.