
که څه هم افغانستان له ډيری هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسلیک کړي، خو یو هغه یې هم د افغانانو لپاره کومه ښکاره ګټه نه ده لرلی. دمثال په توګه د امریکا سره د ګډو همکاریو ستراتيژیک سند چې پکې یوه مسوده دا ده چې یاد هېواد د تړون له مخې مکلف دې چې د افغان سرحدي پولو څخه د اړتیا پرمهال دفاع وکړي او هيڅ راز هېواد پرېنږدي چې پر افغان پولو شومې دسیسي ترسره کړي، خو ولې امریکا د خپلو ژمنو پر وړاندې نا ژمنتیا سابته کړه، او د پاکستان لخوا د هېواد په سرحدي سیمو د توغوندوي بریدونو هيڅ راز ځواب یې لا په سوک نه دې ورکړی. حتي ځنې وخت یې لا د راکټونو له توغاوي ناخبري هم ښودلی ده.
د پاکستان د توغوندوي بریدونو سره هم مهاله، تېره اونۍ افغان ولسمشر او د پاکستان هېواد ولسمشر د انګلستان هېواد په منځګړيتوب یوه درې اړخيزه ناسته کړې وه. په یاده ناسته کې د کرزي او زرداري لخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیک یادونه هم شوې وه، چې په کې ټاکل شوې وه چې په دې اړوند به د کرزي او زرداري د ادارو د بهرنیو چارو وزیران سره ډېر ژر ځانګړې خبرې اتری ولري .
باید یاده شي چې د ستراتيژیک تړون مسودی لا په ډاګه شوي نه دي چې په دغه کېدونکي تړون کې به د دواړو هېوادونو لخوا کوم توکي ځای په ځای کېږي!!!
اوس پوښتنې دا را ټوکېږي چې ، ایا په دغه ستراتيژيک تړون کې به کوم توکي ځای په ځای شي؟
. ایا په تړون کې به داسې مسودی ځای په ځای شي چې د افغان لوري په ګټه به وي او که نه ؟
ويره دا ده چې یو شمېر پلورل شوي افغانان به داسې توکي په دغه سند کې ځای په ځای کړي، چې په ټوله معنی به ستراتيژيک تړون د پاکستان په ګټه تمام شي،او بله دا چې کېدونکی تړون په ټوله کې د افغانانو لپاره یوازې یو سمبولیک څرک لرلای شي.
دا خو پرته له شکه چې یوه څرګنده او روښانه خبره ده، چې پاکستان هيڅ وخت د خپلو شخصي ګټو پرته د یوه کار د ترسراوي لپاره نه چمتو کېږي. دا چې په دې تړون کې یې ګټې نغښتي دي نو په اسانۍ يې دی کار ته ملا تړلی ده.
د ستراتيژيک تړون دمخه باید افغان دولت د پاکستان هېواد سره خپل ستراتيژیک مخالفتونه حل کړي . تر هغې چې افغان دولت دغه مخالفتونه حل نه کړي، نو په هيڅ ډول به دغه تړون افغانانو ته ارزښتمن تمام نه شي.
یاد سند د پاکستان له ملکي حکومت سره په داسې وخت کې کېدونکی دی،چې د پاکستان ملکي حکومت په خوله څوک پیاز هم نه خوري، او ټول واک د پاکستان له پوځي حکومت سره دې ، د پاکستان ملکي حکومت د یاد هېواد اوسېدونکي د یو فاسد نظام په توګه پېژني. که تړون کېږي نو باید چې د دغه هېواد د پوځي حکومت پرشتون دی افغان دولت یاده چاره ترسره کړي، که داسې ونکړي نو د پاکستان له ملکي حکومت سره خو د تړون لاسلیک په هيڅ ډول د ګټې وړ نه دی.
که موږ پاکستان ته د ستراتيژیکی جغرافیه له پلوه یو رسمي او ټول منلی هېواد وایو، نو دا په دې معنې ده چې د ډیری هغو تش په نامه پاکستاني ولس سره مو ظلم کړې، چې د پاکستان جغرافیاوي ستراتيژیک موقعیت ورته په پوره معنې د منلو وړ نه دی. د یاد هېواد بلوڅ میشتي هم په دې هڅه کې دي چې له پاکستانه څخه ځان د یوه جلا دولت په توګه رامنځته کړي، او بل پلو د پاکستان هغه سرحد میشتي چي له هند سره د دغه هېواد په نامنونکي ګډ سرحد کې ژوند کوي غواړي له هندستان سره یو ځای شي.
نو په دغی صورت کې څنګه کولای شو چې د یو داسې هېواد سره ستراتيژيک سند لاسلیک کړو چې، ټول اتباع یې ستراتيژيکی جغرافیا سره مخالفت لري او ورته قایله نه دي.
که څه هم پاکستان د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ته د یو لالچي او د پاکستان ملکي حکومت او پوځي حکومت یې په داسې نامه پېژندلی چې تل یې د افغانانو په سرونو سودا کړې ، افغانان یې پرمختګ ته د خپلو شومو دسیسو د پلي کېدا په موخه نه دي پريښي او په ټوله کې افغانان پاکستان ته د یوه سخت دښمن په سترګه ګوري .
په داسې حال کې چې ډير شمېر افغانان په دې قانع دي چې پنجاب نه غواړي چې افغانان دی پر پښو ولاړ دولت ولري، نو څنګه کېدای شي چې موږ ورسره د ستراتيژیکو همکاریو سند لاسلیک کړو؟. د دې پرځای چې موږ د پاکستان له سالمی همکارۍ برخمن شو بلکې پسې ړانده شوي یو، او همداسې به یو هم.
د پاکستان سره د ګډو همکاریو ستراتيژیک تړون په څرګند ډول یوه غولونکې پرېکړه ده، او د افغانانو په سترګو کې خاورې اچول دي. که تړون لاسلیک کوو باید داسې تړون لاسلیک کړو چې په ټولییز ډول پکې د افغانانو ستونزو د حل کېدا لپاره مسودی ځای په ځای کړل شي، او پاکستان هم باید ورته ژمن کړل شي.
ستراتيژیک ټرون په ټوله کې د یو هېواد د دولت په رسمي پېژندنه کې نړیوالو ته ستره ونډه لرلای شي ، خو له داسې یو هېواد سره چې په ټولییزه توګه ورسره د تړون کوونکي هېواد حکومت او عام وګړي ستونزه لري او مخالفت یې سره په ډاګه شوې وي ، په داسې حال کې د تړون شته والی یو سمبولیک اړخ پېداکوي او منافقانه یې هم بللی شو.