کرزي له نجیبه څه زده کړي ؟!!!

 
لیکوال  : زیارخان یاد
په کابل کي د پخواني کمونیستي ګوند پلویانو د دې ګوند د وروستي واکمن ډاکټرنجیب الله د وژنې شپاړسمه کلیزه ونمانځله.
اوسنی ولسمشر په څو دلایلو نجیب ته ورته دی.
-د ده حکومت هم د نجیب د حکومت په شان د بهرنیو هیوادونو په مرسته روان دی،هغه هم د حکومت په وروستیو کې یې سختې ستونزې لرلې او د کرزي حکومت هم په هماغه حال دی.
کرزي ته په کار ده،چې د نجیب ژوند لیک،تاریخ او کړنې په دقت سره مطالعه او له تجربو یې ګټه واخلي.
د نجیب حکومت له لومړي سره یو ګوندي ،  ايډیالوژیک او په ټوله کې ده ته له زیاتو وفادارو اشخاصو جوړ و،خو له بده مرغه نن هغه حال نه دې ، اوسنې نظام نه یوازې دا چې یو ايډیالوژیک نظام نه دې بلکې شته فعالان یې هم نظام سر جفا کوي او ورته  وفاداره نه دي.
د ډاکټر نجیب د واکمنۍ د پایښت یو ستر لامل داهم وو چې له هېواده د روسانو تر وتو وروسته یې واقعیتونو ته غاړه کېښوده ،د هغوی د وتو ورځ د دلوې ۲۶مه یې دملي ژغورنې ورځ ونوموله اوویې نمانځله،همداسې یې د وطن جبهه جوړه او په نظام کې یې هغه روشن فکران خلک ځای په ځای کړي وو چې بې لوري او بې پرې ګڼل کېدل.
همدا وه چې د نجیب په رژیم کې رشوت چا پېژانده هم نه، او د اداري فساد څرک هم نه لګېده ، یوه عادي رییس له ځانه سره لس باډیګارډان ( ساتونکي ) نه ګرځول که څه هم هغه مهال هم حالت له ننیو حالاتو ډېر ترینګلي وو.
خو  کرزي برعکس دا چاره ترسره کړې ده، په نظام کې یې هغه څوک ځای په ځای کړي، چې دريځ نه لري او که ځني هغوي یې لري هم دریځونه يې په یوه حالت پاتې کېدونکي نه دي. یو عادي رییس ګوټې یې هم له ځانه سره لس ساتونکي ګرځوي ، اداري فساد په کې اوج ته رسېدلی. حتې دا چې د اداري فساد سره د مبارزې کومه اداره یې چې رامنځته کړې هغه خپله په اداري فساد کې ښکېله ده.
کرزې باید د ډاکټر نجیب په څېر، په نظام کې هغه اشخاص ځای په ځای کړي چې بې پرې وي ، پېژندل شوی او روشن فکره وي، که څه هم د کرزي د رژیم دومره موده نه ده پاتې ، دا چاره یې باید پخوا ترسره کړې وای خو اوس هم وخت شته اوبو لا ورخ په پوره توګه نه دې وړی اوس هم ورخ بېرته د ډب کېدو دی.
کرزې صیب باید په خپلو ارګ مېشتو ملګرو دومره باور ونکړي لکه څومره یې چې اوس کوي ګني برخلیک به یې د نجیب په څېر وي چې د خپلو نږدې ملګرو لخوا د شومو دسیسو ښکار شو.
په کور دننه او بهر مجاهدینو د نجیب سره سخت مخالفت راخیستې وو، لکه څنګه چې له کرزي سره طالبانو راخیستې. د کرزي د مخالفانو یا طالبانو شمېر څلوېښت زره ښودل کېږي خو ولې د نجیب پر وړاندې د مخالفو مجاهدينو شمېر څو چنده زیات وو خوبیا هم نجیب وتوانېد چې دولت یې تر ډېره دوام وکړي.
په ټوله کې ويلای شو چې کرزې باید د ډاکټر نجیب د واکمنۍ له کامیابو او ناکامو تجربو څخه د هېواد په ادارو کې سالم تغیرات رامنځته کړي ، او ملت ته دې په پراخه پیمانه په ملي مسایلو کې ونډه ورکړي.
کرزی صیب ! د ټوپکوالو، کوتکوالو او زورواکویارانه بس نور پرېږده او د قلموالو سره اشنایې ډېره کړه، که څه ويل کېږي چې د ټوپکوالو او زورواکو سره دې له مجبوریته لورې یو کړې .
کرزی صیب ! که غواړې چې دا ملت دې په راتلونکي کې د یو شخصیت او اتل په نامه یاد کړي، نو راپورته شه، هله ژر شه له فاسدو ملګرو دې لاس واخله اود یارۍ تارونه ورسره چورلټ وشلوه، او له هغه چاسره ملګرتیا او یارانه وکړه چې ستا شان سره وښايې، په څنګ کې دې هغه کسان ودروه چې ملي فکر ورسره وي ، ملي احساس ورسره وي، او د دغه هېواد خلکو ته منلي او د باور وړ شخصیتونه وي.