غزل

غزل
که می خدای(ج) دمحبت په درقــــدم کړي
همدا عشق به د زخمی زړګي مرهم کړي
عاشقي زمــــــــــا به ګوره هاله ثابتیږي
چي مي یار دمــــحبت په مینه ګرم کړي
زه دیـــــــــار په دیدنونو پســـــــــی ژاړم
که خالق می بخت بیدار په خپل کرم کړي
یاره ستا له غمه ګوره په څه حـــــــال یم
همیشه مي سترګي ستا له غمه نم کړي
تورو سترګو دی زخمی د زړه په سرکړم
کاکړ ژاړي همیشه همدا ستا غم کړي