تورټکریه

تور ټکریه
خور مې په تندي جوړ په نڅا شوې تورټکریه
پاکې مې د ویر اوښکې په تا شوې تور ټکریه
غم ته مې غزل شوې راته رادې کړ الهام د ژوند
پاتې شاعرۍ ته مې ادا شوې تورټکریه
پت ته مې پرده شوې راته خور شوې په سر توره سر
ته مې ساتندویه د حیا شوې تورټکریه
پرېښودم ظالم اشنا یوازې په ډګر د ژوند
تا کړمه خوندي غېږ د اشنا شوې تورټکریه
ما یې چې عزت ته د پښتو شمله ویلې ده
هغې رحیمې ته اوس پناه شوې تورټکریه
رحیمه پشتونجار