سوله يوه ورځ

 يوه ورځ به دانړۍ دسولې کورشي
اوازه دانسانيت به په هرلور شي
 
... مانديلا* به افريقې نه را پيدا شي
زما د سولې پلويان به سره ورورشي
 
طبيعت به دانسان د ښکلا موروي
که د سولې وزر مو په نړۍ خپورشي
 
هيڅ تعبض به ځای د سولې بدل نکړي
نه جنګونه به کوربه، زموږ دکور شي
 
زما ګران افغانستان کې به وي سوله
که الله دربار کې قبوله دعا د مورشي
 
يوويشتمه پيړۍ به د سولې پيلامه وي
که نړۍ کې انسانان د خدای په لورشي
 
د حفيظ د دعا لپه دې تشه مه شي
هيله دا ده چې نړۍ دمينې کورشي
 
زرلشت حفيظ بشريارکاناډا

\"\"