وخت لا نه دى تير كرزى صيب!

كه په غټو بلا وو دي زور نه رسيږي دا واړه جنايتكاران خو دخپل ناوړه عمل په سزا ورسوه كه نه !؟
پوليسو دڅانگي قاتل ونيو كه په رشتيا دا هغه څوك وي چه څه موده مخكي ئي دڅانگي په كور دلاسي بمونو بريد كړى ؤ نوبيا كيداى شي قاتل هم دى وي نوبس رائي وله دثبوت په صورت كي ئي دخلگو تر مخ غرغره كړه دا غيرت خو وكړه كه نه ترڅو دخلگو ډاډ حاصل كړي.
دوستم(خـــډل)گلم جم كابل ته راروان دى دهغه له لاسه ډيري ميندي بوري شوي او تا ورته ټول پخواني قتلونه وبښل خودا د شبرغان د ورستيو قتلو مسول هم دى دى چه بايد محكوم شى نوښه به وي چه دڅانگي له قاتل سره ئي په يوه ورځ په يوه رسۍ را ځوړند كړي بيا به نوهله افغان اولس په تش نس، لوڅو پښواوخالي لاس درپسې ودريږي ته به په رښتيا هم دهيواد تاريخ ته رنگيني ور اوبښي او دا دپينځنيموكالو سهوي به ټولي جبران كړي .