افغان كركټ لوبډلې د افغانانو هيلې بيا را ژوندۍ كړې:

څوكاله وړاندې چې كله د افغانستان د كركټ بورډ كميټه جوړه شوه اوپه لومړي ځل يې له يوه ګاونډي هيواد سره لوبه وكړه ورو ورو يې د بخت ستورى په ځليدو شو  اخر نورو اروپايي هيوادونو ته هم د سياليولپاره لاړل او تردې چې ښـې برياوې يې هم ترلاسه كړې خو دا سې وخت هم راغى چې د كركټ لوبډله مخ په نزول روانه شوه مياشت په مياشت د كمزوري كيدو خواته تلله.
د ډېرو افغانانو زړونه ترې په ګرځيدو وو خو نااميدي  ګناه ده بالاخره افغان كركټ بورډ ته نسيم دانش د اجرايه ريس په توګه راغى، دا داسې وخت وو چې نور د كركټ په لوبډله كې هغه پخوانى شان او شوكت كم شوى وو، خوماشاءالله ځوان او با انرژى دانش وكړاى شول چې يوځل بيا افغان كركټ لوبډلې ته داسې سيالۍ برابرې كړې چې د هغوى مورال يې له پخوا هم ډېرلوړ كړ.
نسيم دانش چې خپله هم د يوې سرمايه دارې كورنۍ غړى دى، غواړي چې له خپله جيبه هم د ګټې پرځاى لګښتونه وكړي ترڅوكركټ لوبډله ښې برياوې ترلاسه كړي، نوموړي وكړاى شول چې د كركټ تېت او پرك كيدونكي لوبغاړي بياداسې سره منظم اومنسجم كړي چې يوځل بيا د هغوى د ګډو هڅو په پايله كې د افغان بيرغ په ميړانه په نورو هيوادونوكې  ورپوي.
 موږ ښاغلي دانش ته د اوږده عمر او د ژوند په نورو ډګرونو كې د لابرياليتوب هيله كوو.
د كركټ په ډګركې د نورو لاس ته راوړونو ترڅنګ يو كار دا هم شوى چې اوس د هيواد په بېلابېلو ولايتونوكې د كركټ لپاره لوبغالي يا جوړشوي اويا هم د جوړويدو په حال كې دي اوپه هغو سيموكې چې نه دي جوړ شوي د جوړيدو په هڅه كې يې دى.
موږ په دې هيله يو چې له خيره سره الله ج به زر داسې وخت راولي چې افغان كركټ لوبډله به له ټولې نړۍ د كركټ كپ وګټي، كه ښاغلى دانش او كركټ بورډ وكړى شي چې د كركټ لوبډلې وړتيانوره هم لوړه كړي، او كه روانې هڅې هم جاري وساتل شي ليرې نه ده چې بيابه هم  افغان كركټ لوبډله ډېرې برياوې د هيواد په نصيب كړي، څو ورځې وړاندې چې د عربي اماراتو په شارجه كې د افغان او پاكستان كركټ لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه وشوه په اړه يې لاندې خپره شوي ريپوټ هم وګورئ:
             بهرنيو رسنيو له ماتې سره سره د افغان ټيم لوبه وستايله ( تاندويب پاڼه )
د پاکستان په وړاندې له ماتې سره سره نړيوالو رسنيو د افغانستان لوبه ستايلې او ويلي يې دي چې افغان لوبغاړي په لږ وخت کې د نړۍ له يوې داسي لوبډلې سره، چې له څو پيړيو راهيسي کرکټ کوي، ښه مقاومت وکړ.
د استراليا ورلډ نيوز، د افغانستان او پاکستان د پرونۍ يو ورځنۍ مسابقې په اړه، چې پاکستان په اوو ويکټونو او ۷۷ منډو وګټله، ويلي( افغانستان له دې سره سره چې مسابقه وبايلله، ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، دې لوبې ثابته کړه چې افغانستان په حقه په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو جوګه شوی دی
ګلف نيوز ورځپاڼې هم د افغانستان او پاکستان د جمعې د ورځې د مسابقې مفصل راپور خپور کړی او په ترڅ كې يې ليکلي: په دې لوبه کې د تعجب وړ خبره دا وه چې د پاکستان د لوبډلې ستوري شاهد اپريدي، چې په خپله هم پښتون دی تر ټولو زيات افغان لوبغاړي وسوځول.
ګلف نيوز په عين حال کې د دې مسابقې نندارچيان د زياتې توجه وړ بللي او ليکلي يې دي: د افغان ټيم زرګونو نندارچيانو خپل ټيم تشويق کړ. د پخوا کلونو په شان، چې د هند او پاکستان د مسابقې لپاره به د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې زيات نندارچيان راټولېدل، د افغانستان او پاکستان مسابقې ته هم نژدې شپاړس زره نندارچيان راغلي وو.
د ګلف نيوز په وينا د آی سي سي يا د کرکټ د نړيوالې شورا د نړيوال کرکټ د پرمختيا رييس دې مسابقې ته د خورا زياتو نندارچيانو راتګ تر ډېر اغېز لاندې راوست.
ورځپاڼه وايي چې په لوبغالي کې د پاکستان تر بيرغونو د افغانستان بيرغونه زيات ليدل کېدل او د افغان ټيم پلويانو له پيله د هر رنز په خاطر زياتې چکچکې کولې.
ورځپاڼه ليکي چې د انګليستان د لوبډلې غړيو بايد افغان لوبغاړي ليدلي وي چې څرنګه يې سعيد اجمل وسوځاوه. سعيد اجمل د انګليستان ټيم له پښو غورځولی و.
امارات ۲۴ سپورتي چاينل هم ويلي و چې افغانستان له بايللو سره سره په شارجه کې الهام بخښونکې لوبه وکړه او ثابته يې کړه چې د لومړي کتار ټيمونو ترڅنګ د لوبېدو مستحق دی.
 همداشان د نړۍپه نورو رسنيوكې هم د افغان كركټ ټيم ستايل شوى دى.
عادل خوست