يوه ډله چې اکثره يې ځوانان وه
پښتانه وه دلغمان تنکي ګلان وه
څوک معيوبه په هغوی کښي څوک ناروغه
څوک بياهم ديوه من وړو په ارمان وه
چا شلېد لي څپلی هم وې په پښوکړې
دخواری اومزدوری په نيت روان وه
امېدونه ارمانونه يې په زړو کې
له خپل کلې نه روان مخ پرايران وه
پلاراومورکلی اوکور شول ترې نه پاته
هم خفه په سې ملګري اوياران وه
د ميوند ولسوالی ته چي نيژدې سول
پرلولارورته ولاړ نورظا لمان وه
له هغه ځاۍ نه يې بل کلي ته بوتلل
د خپل ژوند په ختمېدو ډېر پرېشان وه
په نامه د حکومت کومک کونکي
بې ګناه ټول مسافرهلته بنديان وه
هغه ووچې ډېرپه ظلم ظالمانو
په ناحقه قتل کړي غريبان وه
داخبرچي يې وکورکلي ته راغلی
له دې غمه په ژړاخپل وپرديان وه
خواره مور يې د خپل زوی مړي ته ناسته
ورته پاته هم بې پلاره يتيمان وه
داسي نه دی چې لغمان تنها ژړيږې
په دې غم باندې شريک هم قندهاريان وه
زما سيد داغه پيغام دی ولغمان ته
چي هغوی هم د ميرويس نيکه لمسيان وه
نېټه 26.10.2008
شاعر: سيد احمد هوتکي
څو ورځې وړاندې د هلمند – کندهار پر لويه لاره ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې 30 تنه هغه بېوزله لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول
وروستي