قسمته ولي مي له ياره ليري ساتۍ
په څه مقصد مي له نګاره ليري ساتۍ
زړه مي غمجن دۍ پريار مين دی
زما پر مين زړګي نور مه کوه ظلمونه
ګرځم تنها تنها غواړم ليلا ليلا
پرزړه مي راغلل د هجران دغم اورونه
بيلتونه ولي راغلې د کمه کلي راغلې
له مانه ليري سه چي وکړم ديدنونه
رويباره حال مي يوسه يار ته احوال مي يوسه
چي ستا په مينه کي کومه فريادونه
زه دديدن تږی يم د خپل وطن تږی يم
خداۍ به مي کله راپوره کړي ار مانونه
له تا که ليري سومه ګډپه بل کلي سومه
ستا په يادونو کي هميش ليکم شعرونه
نېټه. ١٢.٠٧.٢٠٠٨
ډنمارک
وروستي