که زړۀ سوځي خو ستا به سوځي !

   يوسړی په خپل کورکې ناست و او شاتو سره يې په مزه ،مزه ډوډۍ خوړله  . په دې وخت کې يو ميلمه پرې  نازل شو .
   کوربه ډېره هڅه وکړه ، چې شات پټ کړي ليکن ونشوه او مجبور شو ، چې ميلمه ته  يې هم وړاندې کړي .
   ميلمه په کاچوغه بې له دې ، چې ډوډۍ وسره ونيسي دخوړلو پيل ورباندې وکړ . په دې وخت کوربه پر ميلمه غږ وکړ:
_ ګوره ډوډۍ ورسره نيسه ، خدای مه کړه زړۀ دې ونه سوځوي !
ميلمه ځواب ورکړ :
_ که زړۀ سوځي خو ستا به سوځي  !!!