
تاسې پخوا قومندان زرداد پیژنده یا نه ؟ هغه په سروبی ولسوالۍ کې دچوراو تالان مرکز درلود ، زرداد خان ددې لپاره چې خلک د سپیانو غوندې وداړی یو سپی درلود ، د رښتیا سپی نه بلکی دا سپی دهغه یو تن باډیګارډ و.
اوس نو مبارک شه پخوا قومندانانو سپیان ساتل اوس نو والیان خرې ساتي تاسې به حیران شی چې دا نو څنګه اوس نو قیصه واورئ.
څوشپی مخکی په جلال اباد کې د ځوانانو یوه غونډه جوړه شوی وه ، کله چې غونډه خلاصه شوه د ننګرهار بلډوزر والی ګل اغا خان اعلان وکړ چې نن شپه ټول ځوانان او له کابله څخه راغلی کسان نن شپه زما میلمانه دي .
بس شپه شوه ، ټول خلک په انتظار کې ناست ول ، مخامخ د موسیقی ستیج جوړ شوی و، د ستیج له شانه یو ځلی د خر رامباړی شروع شو ، ټول خلک حیران شول چې یا څښتنه په شاهی ماڼی کې خره څه کوی .
وروسته مو ولیده چې یو غټ پټ سړی (خدای دې وشرموی چې همداسې شرمیدلی دی ) د ستیج له شانه په منډو منډو لکه د خر غوندې راغی او د ګل اغا والي مخامخ کیناست .
ټول خلک یو بل ته کتل او د بلډوزر والی نوی لوبی ته حیران پاتی شول ، کله مو چې د قصر له چارواکو څخه وپوښتل هغوې وویل (( دا د حاجی وزیر صیب خر دی )) خداې دې تاسی ووهی له انسان نه مو خر جوړ کړی دا ولې ؟
زما څنګ ته ناست ملګری صافي صیب د لاس په اشاره وویل (( چپ شه ظالمه څه عصاب دی خراب دی قراری کینه د قصر د خرو تماشی کوه ))
وروسته چا راته وویل د خدای بندګانو قومندان زرداد خو سپی ساتلی و خلک یی پری داړه ، حاجی وزیر صیب خو کاریګر سړی دی ، سپیان نه ساتی خرې ساتی چې پری ډیر کار وکړی .
په زړه کې مې وویل رښتیا چې حاجی وزیر صیب کاریګر سړی دی او کاریګر حیوانات یي خوښیږی دا دې په قصر کې د خرو استازی هم راښکاره شول ، مرحوم محمد ظاهر شاه خو ایله په قصر کې ګیدړان او لیوان ساتل اوس نو ورته ټینګ شه د حاجی وزیر صیب به ورسره ښه ساعت تیر وی .
خو بیا مې فکر وکړه چې راځه والی صیب ته ووایه چې حاجی وزیر صیب دا خر دې اوس وتړه او ډول ته ډنګ ورکړه چې میلمانه په انتظار کې ناست دی .